بنګله دېش کې افغان کرېکټ لوبغاړي په کورونا اخته شوي

کرېکټ بورډ چارواکي وايي، افغان لوبډله د بنګله دېش سیلټ کې تمرینات کوي.

د عکس سرچینه، AFghan cricket board

د عکس تشریح، کرېکټ بورډ چارواکي وايي، افغان لوبډله د بنګله دېش سیلټ کې تمرینات کوي.

بنګله دېش ته د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د ورغليو يو شمېر لوبغاړو او د ملاتړو اداري مسوولينو کورونا ازموينه مثبته ښوول شوې ده.

د افغانستان د کرېکټ بورډ يوې سرچينې د بي بي سي پښتو تلويزيون ته وويل چې په کورونا اخته شويو کې لوبغاړي او نور اداري کسان شامل دي.

له رپوټونو سره سم د دغو کسانو لومړنۍ ازموينه د دوشنبې 'فبروري ١٤ ' شوې وه او ٤٨ ساعته وروسته به يې بله ازموينه کېږي.

اوس دغه کسان ګوښي شوي دي.

د ټولو روغتيايي وضعيت ښه بلل شوى دى. سرچينې وايي دوى روغتون ته د تګ اړتيا نه لري.

د بنګله دېش کرېکت بورډ يوه چارواکي ځايي رسنيو ته ويلي چې " هر څه کنټرول دي او باور دا دى چې د يو ورځنيو لوبو لړۍ به پر وخت پيل شي ''

بنګله دېش او افغانستان د فبروري له ٢٣ مې نېټې درې يو ورځنۍ او دوې شل اووريزې لوبې کوي.

که چيرې په دويمه ازموينه کې لوبغاړي بيا د کورونا وېروسو مثبتې نخښې و نه ښوولې نو ټول به خپلو تمرينونو ته ستنېږي.

د افغانستان ځينې لوبغاړي واردمخه په بنګله دېش کې وو اود بنګله دېش په مخکښ شل اووريز ليګ کې يې لوبې کولې.

ځينې نور له قطره ورغلل او يو شمېر نور به له پاکستانه ورځي چې هلته اوس د پاکستان په مخکښ شل اووريز ليګ کې په لوبه بوخت دي.