استراليا د کرېکټ شل اوريز نړيوال جام وګاټه

چیمپیئن

د عکس سرچینه، Getty Images

د شل اوریز کرېکټ نړیوال جام سیالیو په پایلوبه کې اسټراليا نيوزيلنډ ته په اتو وېکټو ماته ورکړه او د نړيوال جام اتلولي يې په خپل نامه کړه.

دغه سيالي چې د متحده عرب امارتو په دوبۍ کې وشوه استراليا په کې د پچې له ګټلو وروسته نيوزيلنډ ټه د منډو جوړولو بلنه ورکړه.

نيوزيلنډ په ټاکلو شلو اورنو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره مقابلې لوبډلې ته د ۱۷۳ منډو هدف وټاکه چې استراليا د دوو لوبغاړو په سوځېد سره د ۱۹ اور په وروستي توپ ټاکلی هدف پوره کړ او لوبه يې وګټله.

دا لومړی ځل دی چې اسټراليا د کرېکټ شل اوريز نړيوال جام ګټي.

د نيوزيلنډ لپاره لوبډلمشر کېن وېليمسن تر ټولو ډېرې (۸۵) منډې وکړې. د ده تر څنګ مارټن ګپټېل ۲۸ او ګلېن فېلپس ۱۸ منډې جوړې کړې.

د اسټراليا جاش هېزلوډ درې او اډم زمپا يوه وېکټه ترلاسه کړه.

په توپ اچونه کې د استراليا لپاره مېچل مارش ناسوځېدلې ۷۷، ډېوېډ وارنر ۵۳ او ګلېن مکسوېل ۲۸ منډې وکړې.

Aaron Finch and Kane Williamson

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، اسټرالیا او نیو زیلنډ نه دا تمه نه کېدله چې د دې سیالیو پایلوبې ته به ورسېږي

د دې سیالیو له پیلېدو وړاندې ډېرو کمو خلکو تمه کوله چې دا دوه لوبډلې به پایلوبې ته ورسېږي او يا دې نړيیوال جام وګټي.

خو د ټورنامنټ په اوږدو کې ولیدل شول چې د انګلنډ، هند او پاکستان په څېر پیاوړې لوبډلې یو په بل پسې له سیالیو بهر شوې.

اسټرالیا پنځه ځله د پنځوس اوریز کرېکټ نړیوال جام ګټلی، خو د شل اوریز کرېکټ نړیوال جام یې نه و ګټلی.

دواړو لوبډلو د دې سیالیو په ګروپ پړاو کې یوه/یوه لوبه بایللې ده. نیو زیلنډ پاکستان ته خپله لوبه بایللې وه او اسټرالیا د انګلنډ لخوا ماته شوې وه.

خو په نیمه پایلوبو یا سیمي فاینل کې نیوز زیلنډ له یوې سختې او په زړه پورې لوبې وروسته انګلنډ ته ماتې ورکړه.‌

اسټرالیا هم خپله نیمه پایلوبه کې له پاکستان سره سخته لوبه وکړه او په نولسم اوور کې یې ټاکل شوی هدف ترلاسه کړ.

یاده دې وي چې اسټرالیا له شل اوريز نړيوال جام وړاندې خپلې پنځه پرله پسې شل اوریزې لوبې بایللې وې او مینه والو او شنونکو ډېر حساب پرې نه کاوه‌.

د اسټرالیا کپتان ارون فېنچ ویلي، له نړیوال جام مخکې هېچا ورنه تمه نه کوله چې پایلوبې ته به ورسېږي، خو لوبډلې یې پر ځان باور درلود.