کرېکټ نړیوال جام: نیو زیلنډ انګلنډ ته ماتې ورکړه او پایلوبې ته ووت

Daryl Mitchell

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د نیو زیلنډ لپاره مېچل تر ټولو ښه وځلېد او نیمه پایلوبې سره یې لوبه وګټله

د شل اوریز کرېکټ نړیوال جام لومړۍ نیمه پایلوبه کې نیو زیلنډ له یوې په زړه پورې لوبې وروسته انګلنډ ته په پنځو وېکټو ماتې ورکړه او پایلوبې ته ورسېد.

انګلنډ لومړۍ منډې وکړې او نیو زیلنډ ته یې د ۱۶۷ منډو هدف وټاکه. نیو زیلنډ ټاکل شوی هدف په نولس اورونو کې پوره کړ. ډرېل مېچل د نیو زیلنډ لپاره ښه وځلېد او ۷۲ منډې یې وکړې.

دویمه نیمه پایلوبه د پنجشنبې پر ورځ د اسټرالیا او پاکستان ترمنځ کېدونکې ده، او ګټونکی به یې پایلوبه کې نیو زیلنډ سره مخ کېږي.

د نننۍ لوبې پچه یا ټاس نیوزیلنډ وګټلو او لومړی یې انګلنډ ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه. انګلنډ خپلو شلو اوورونو کې د څلور وېکټو په زیان، ۱۶۶ منډې وکړې او نیوزیلنډ ته یې د ۱۶۷ منډو هدف وټاکه.

د انګلنډ له لوري معین علي تر ټولو ډېرې ۵۱ (ناسوځېدلی) منډې وکړې او ورسره ډېوډ ملان د ۴۱ منډو سره ښه لوبه وکړه.

د نیو زیلنډ د پاڼۍ پیل ښه نه و او په لومړي اوور کې یې د مارک ګوپټېل او دریم اوور کې د کپتان ویلیمسن وېکټې له لاسه ورکړې.

خو ډرېل مېچل او ډېوون کانووی ښه ملګرتیا وکړه او پای کې د جیمي نیشم ۲۷ چټکو منډو هم نیو زیلنډ بریالی کړ.

کانووی ۴۶ منډې وکړې، خو ډرېل مېچل د خپلو ۷۲ منډو له کبله د لوبې غوره لوبغاړی وبلل شو. ‌

A split image of England wicketkeeper Jos Buttler (left) and New Zealand bowler Trent Boult (right) both celebrating wickets

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، انګلنډ او نیو زیلنډ د دې سیالیو لومړي پړاو کې ښې ځلېدلې وې

‌د انګلنډ‌ لوبډلې توپوهونکي په دې سیالیو کې ښه ځلېدلي وو او اوپنر جاس بلټر لومړیو پنځو سیالیو کې ۲۴۰ منډې کړې وې، خو دا ځل په ۲۹وسوځېد.

بله خوا د نیو زیلنډ توپ اچوونکي د تېرو لوبو په څېر ښه وځلېدل او د انګلنډ توپ وهونکي یې لوی هدف جوړولو ته پرېنښودل.

د نیو زیلنډ په اړه اندېښنه دا وه چې منځنیو لوبغاړو کې داسې څوک نلري چې لوی شاټونه ووهي، خو جېمي نیشم دا اټکل ناسم ثابت کړ او وروستیو اورونو کې په چټکه لوبه یې نیو زیلنډ بریالی کړ.‌

یاده دې وي چې دا دواړه لوبډلې د ۲۰۱۹ کال د پنځوس اوریز نړیوال جام سیالیو کې هم مخامخ شوې وې،‌ او هغه مهال انګلنډ پایلوبه وګټله.‌

د پنجشنبې پر ورځ به دویمه نیمه پایلوبه کې د پاکستان او اسټرالیا ترمنځ هم سخته سیالي وي،‌ خو پاکستان د ځینو د تمې برعکس دې سیالیو کې ډېر ښه ځلېدلی او خپلې ټولې لوبې یې ګټلې دي.‌

که څه هم پاکستان د هند او نیو زیلنډ په څېر پیاوړو لوبډلو ته ماتې ورکړې،‌ خو اسټرالیا سره لوبه کې به له یو بل قوي ټیم سره مخامخ کېږي.‌