کرېکټ نړیوال جام: ویسټ انډیز نیمه پایلوبې ته له رسېدو پاتې شو

آؤٹ

د عکس سرچینه، Getty Images

د کرېکټ شل اوریزو سیالیو نړیوال جام لړۍ ۳۵ مه لوبه کې سري لنکا د تېر موسم اتلې لوبډلې ویسټ انډیز ته د ۲۰ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

په دې سیالیو کې د سري لنکا لوبډله ښه و نه ځلېده او مخکې لا نیمه پایلوبې ته له رسېدو پاتې ده.

په نننۍ لوبه کې سري لنکا ویسټ انډیز ته د ۱۹۰ منډو هدف ټاکلی و، خو ویسټ انډیز لوبډله د اتو وېکټو له لاسه ورکولو وروسته وتوانېده ۱۸۹ منډې وکړي.

د ویسټ انډیز له لوري شېمرون هیتمیر په زړه پورې لوبه وکړه او د ۸۱ منډو له جوړولو وروسته ناسوځېدلی پاتې شو.

له دې مخکې سري لنکا د دریو وېکټو له لاسه ورکولو وروسته ۱۸۹ منډې جوړې کړې، چې تر ټولو ډېرې ۶۸ منډې د چاریت اسالانکا په برخه شوې.

گیل

د عکس سرچینه، Getty Images

نوموړي دغه منډې د ۴۱ توپونو له لوبولو وروسته ترلاسه کړې. د سري لنکا له لوري دویم لوبغاړی پاتوم نشاناکا و، چې ښه وځلېد او ۵۱ منډې یې تر لاسه کړې.

په لومړۍ ګروپ کې اوس له سري لنکا او بنګله دېش وروسته ویسټ انډیز هم نیمه پایلوبې ته له رسېدو پاتې شو.

په دې ډله کې نیمه پایلوبې ته د رسېدو لپاره د نورو لوبډلو تر منځ لا هم سیالۍ پاتې دي او د سویلي افریقا او اسټرالیا سیالي خورا سخته بلل کېږي.

سویلي افریقا به وروستۍ لوبه له انګلنډ سره کوي او اسټرالیا به له ویسټ انډیز سره لوبېږي.

له همدې کبله په نننۍ لوبه کې د بنګله دېش پر ضد د اسټرالیا له بریا وروسته د اسټرالیا لپاره د پرمختګ امکانات ډېر ښکاري.