کرېکټ نړيوال جام: پاکستان نميبيا ته په ماتې ورکولو سره نيمه پايلوبې ته ووت

د عکس سرچینه، Getty Images
د کرېکټ شل اوريز نړيوال جام د نن ورځې دويمه سيالۍ کې پاکستان نميبيا ته په ۴۶ منډو ماته ورکړه او له دې بريا سره يې نيمه پايلوبې ته لار ومونده.
نميبيا د پچې له ګټلو وروسته پاکستان ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه. د پاکستان لپاره محمد رضوان په ۵۰ توپونو ناسوځېدلې ۷۹ منډې جوړې کړې. د نوموړي تر څنګ بابر اعظم ۷۰ او محمد حفيظ ۳۲ منډې جوړې کړې.
د نميبيا يوازې دوو لوبغاړو ډېوېډ وايسې او جن فرايلېنک يوه يوه وېکټه ترلاسه کړه.
د پاکستان لپاره حسن علي، عماد وسيم، حارث روف او شاداب خان يوه يوه وېکټه واخيسته..
پاکستان تر دې وړاندې خپلې درې واړه سيالۍ ګټلې دي او اوسمهال د خپل ګروپ په سر کې ځای لري.
د کرېکت شل اوريز نړيوال جام د نن ورځې لومړۍ سيالۍ کې جنوبي افريقا له بنګله دېش څخه خپله لوبه په شپږو وېکټو وګټله.
جنوبي افريقا د پچې له ګټلو وروسته مقابلې لوبډلې ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه. بنګله دېش د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره يوازې ۸۶ منډې وکړې چې په ځواب کې يې جنوبي افريقا ټاکلی هدف په ۱۴ اور کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره بشپړ کړ.
د بنګله دېش لپاره مهدي حسن ۲۷، لېټن داس ۲۴ او شميم حسين ۱۱ منډې وکړې.

د عکس سرچینه، Getty Images
په توپ اچونه کې د جنوبي افريقا کګيسو رباډا او ارنيک ارون ښه وځلېدل دوی دواړو درې درې لوبغاړي وسوځول. د دوی تر څنګ تبريز شمسي دوي او ډوين پټريوس يوه وېکټه ترلاسه کړه.
د بنګله دېش تسکين احمد دوې، مهدي حسن او نسوم احمد يوه يوه وېکټه واخيسته.
د جنوبي افريقا لوبډلمشر ټېمبوا بووما تر ټولو ډېرې (۳۱) منډې وکړي. د ده تر څنګ رسي ون ډر ډوسن ۲۲ او کوېنټن ډيکاک ۱۶ منډې جوړې کړې.
جنوبي افریقا له دې بريا سره خپل ګروپ کې دويم ځای خپل کړ. بنګله دېش بيا تراوسه په دې سياليو کې کومه لوبه نه ده ګټلې او د جدول په پای کې ځای لري.












