کرېکټ نړيوال جام: انګلنډ له شري لنکا په ۲۶ منډو سيالي وګټله

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د کرېکټ شل اوريز نړيوال جام سياليو نننۍ لوبه کې انګلنډ لوبډلې شري لنکا ته په ۲۶ منډو ماته ورکړه.

شري لنکا د پچې له ګټلو وروسته انګلنډ ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه. که څه هم د انګلنډ د پيل درې لوبغاړي تر شپږم اورر پورې په ۳۵ منډو وسوځېدل خو جاس بټلر او ايون مورګن په ملګرتيا سره ۱۱۲ منډې وکړې.

جاس بټلر په ۶۷ توپونو ناسوځېدلې سليزه ووهله. د ده تر څنګ لوبډلمشر ايون مورګن په ۳۶ توپونو ۴۰ منډې وکړې.

د شري لنکا لپاره هسرنګا ډي سلوا درې او ډوشمنتا چميرا يوه وېکټه ترلاسه کړه.

په منډو جوړولو کې د شري لنکا لپاره هسرنګا ډی سېلوا ۳۴، بهنوکا رجپکسا او ډسون شنکا هر يوه ۲۶ منډې جوړې کړې.

په توپ اچونه کې د انګلنډ عادل راشد ښه وځلېد. نوموړي د ۱۹ منډو په ورکولو سره دوه لوبغاړي وسوځول. د ده تر څنګ معين علي دوې، کرېس جورډن دوې، کرېس وکس او ليم لېونګسټن يوه يوه وېکټه واخيسته.

نيمه پايلوبې ته د رسېدو لپاره پر افغانستان د هند تکيه

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

په متحده عرب اماراتو کې له پرله پسې دويمې ماتې وروسته د هند لوبډله چې د شل اوريز نړيوال جام يوه تر ټولو قوي لوبډله بلل کېږي له دې سياليو څخه د وتلو له ګواښ سره مخ ده.

نيوزيلنډ د يکشنبې پر ورځ هند ته په اتو وېکټو ماته ورکړه. تېره اوونۍ پاکستان په لومړنۍ لوبه کې له هند څخه په ۱۰ وېکټو سيالي ګټلې وه.

که هند غواړي د کرېکټ شل اوريز نړيوال جام سياليو کې پاتې شي لومړی بايد د چارشنبې پر ورځ له افغانستانه خپله لوبه وګټي او بيا د نومبر پر اوومه نېټه افغانستان نيوزيلنډ ته ماته ورکړي.

په عيني وخت کې هند لپاره مهمه ده چې نميبیا او سکاټلنډ ته په لوی توپير ماتې ورکړي او د منډو د اوسط کچه تر افغانستان لوړه وساتي.

که افغانستان نيوزيلنډ ته ماتې ورکړي، هند بيا هم په دې سياليو کې د مخکې تلو چانس لري خو په هغه صورت کې چې د نميبيا يا سکاټلنډ لوبډله نيوزيلنډ مات کړي.