پخواني لوبډلمشر اصغر افغان له نړيوال کرېکټ سره مخه ښه وکړه

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان کرېکټ بورډ له خوا پر فېسبوک خپره شوې اعلاميه کې راغلي چې د افغانستان پخواني لوبډلمشر او توپ وهونکي اصغر افغان له هرډول نړيوال کرېکټ سره مخه ښه کوي.
د افغانستان کرېکټ بورډ د نوموړي د دغې پرېکړې هرکلی کړی او په راتلونکي کې يې ورته د برياليتوب او سوکاله ژوند هيله څرګنده کړې ده.
د نميبيا پر وړاندې لوبه کې افغان لوبغاړو له اصغر افغان سره د مخې ښې مراسم وړاندې کړل. او د لوبې په پای کې د ګلبدين نایب له خو په اوږو له لوبغاړي بدرګه شو.
په خپله اصغر افغان هم پر فېسبوک خپاره کړي پيغام کې ويلي چې کېدی شي د نميبيا پر وړاندې لوبه به يې د نړيوال کرېکټ وروستۍ لوبه وي. نوموړي له ټولو هغو لوبغاړو او روزونکو څخه مننه کړې چې په تېرو کلونو کې يې له ده سره مرسته او همکاري کړې ده.
اصغر افغان د پاکستان سره وروستۍ لوبه کې ښه نه و ځلېدلی او له وړاندې هم پر نوموړي نيوکې کېدې چې بايد استعفا او نورو ځوانو لوبغاړو ته دې چانس ورکړي.
نوموړي ويلي په لوبه کې ګټل او بايلل وي. له خپلو مينه والو او هغو کسانو چې پر ده يې نيوکې کولې مننه کړې، دی وايي د هغوی له انتقاد څخه يې ډېر څه زدکړي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
اصغر افغان چې په ۲۰۱۵ کال کې د افغان لوبډلې کپتان شو تر دې مهاله په شل اوريزو نړيوالو لوبو کې تر ټولو بريالی لوبډلمشر بلل کېږي. د نوموړي تر مشرۍ لاندې افغان لوبډلې ۵۲ لوبې کړې چې ۴۲ يې ګتلې دي.
اصغر افغان چې په ۲۰۰۹ کال کې د افغانستان لپاره د سکاټلنډ پر وړاندې لومړنۍ يو ورځنۍ لوبه او په ۲۰۱۰ کال کې د ايرلنډ پر خلاف لومړنۍ شل اوريز لوبه وکړه، تر دې مهاله ۷۴ شل اوريزو نړيوالو سیاليو کې ۱۳۵۱ منډې او په ۱۱۴ يو ورځنيو نړيوالو سياليو کې ۲۴۲۴ منډې جوړې کړې دي.
اصغر افغان په شپږ ټېسټ لوبو کې هم لوبېدلی او ټولې ۴۴۰ منډې يې ترسره کړې دي.
په ۲۰۱۹ کال کې په داسې حال کې چې ملي لوبډله د یو ورځنیو لوبو نړیوال جام لپاره انګلستان تلله، کرېکټ بورډ هغه مهال په یوه ناڅاپي او حیرانوونکې پرېکړه کې اصغر افغان له لوبډلمشرۍ لېرې کړ او پر ځای یې ګلبدین نایب کپتان وټاکه.
په هغه نړیوال جام کې افغان لوبډلې خپلې ټولې ۹ لوبې وبایللې، چې له کبله یې کرېکټ بورډ د مینه والو له سختو نیوکو سره مخ شو او اصغر افغان بېرته لوبډلمشر وټاکل شو چې بيا سږ کال له لوبډلمشرۍ لېرل کړل شو.











