د افغان کرېکېټ لوبډلې ناندرۍ

د ویډیو تشریح، د افغان کرېکېټ لوبډلې ناندرۍ

د افغانستان کرېکټ بورډ په يوه حيرانونکې پرېکړه کې اصغر افغان بيا د ملي لوبډلې کپتان وټاکه. په اوړي کې تر نړيوال جام وروسته راشد خان د لوبډلې کپتان او اصغر مرستيال ټاکل شوى و خو اوس بورډ وايي چې راشد به مرستيال او اصغر به لوبډلمشر وي. اصغر تر نړيوال جام وړاندې کپتان و خو هغه مهال گلبدين نايب د اصغر پر ځاى وټاکل شو. گلبدين نايب په غبرگون کې ويلي چې دى به د اصغر په کپتانۍ کې له ملي لوبډلې سره لوبه ونه کړي. په دې اړه امان الله عمران له ایمل پسرلي سره خبرې کړې دي.