د اصغر افغان تقاعد: پر ځای پرېکړه وه که بې وخته

د ویډیو تشریح، د اصغر افغان تقاعد: پر ځای پرېکړه وه که بې وخته

افغانستان به د کرېکټ په نړيوال شل اوريز جام کې د چارشنبې په ورځ خپله څلورمه لوبه له هند سره کوي خو مخکينى کپتان اصغر افغان به ورسره نه وي. اصغر له نيميبيا سره په بري کې د خپل لوبيز ژوند وروستۍ نړيواله لوبه وکړه.

پخوانى افغان لوبغاړى اسد الله خان ، چې اوس د قطر ملي لوبډلې روزونکى دى په دې او د افغان کرېکټ په اړه خبرې کوي.