کرېکټ نړیوال جام: هند له افغانستانه په ۶۶ منډو سيالي وګټله

د عکس سرچینه، Getty Images
د کرېکټ شل اوريز نړيوال جام سياليو په ترڅ کې هند لوبډلې افغانستان ته د ۶۶ منډو په توپير ماته ورکړه.
دغه سيالي چې د متحده عرب اماراتو په ابوظبي کې ترسره کېده پچه يې افغانستان وګټله او لومړی يې هند ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه.
هند په ټاکلو شلو اورونو کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۰۱۰ منډې وکړې. د هند روهېت شرما ۷۴، کې اېل راهول ۶۹، هاردېک پانډيا ۳۵ او رېشب پنټ ۲۷ منډې وکړې. په ځواب کې يې افغان لوبډلې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۴ منډې جوړې کړې او سيالي يې وبايلله.
لکه څنګه چې تمه کېده افغان توپ اچوونکي ښه و نه ځلېدل. يوازې ګلبدين نايب او کريم جنت يوه يوه وېکټه واخيسته.
په توپ وهنه کې د افغانستان لپاره کريم جنت تر ټولو ډېرې (۴۲) منډې وکړې. د ده تر څنګ لوبډلمشر محمد نبي ۳۵، رحمان الله ګوربز ۱۹ او ګلبدين نايب ۱۸ منډې جوړې کړې.
د هند لپاره محمد شامي درې، روي چندرن اشوېن دوې، جسپريت بومرا او رويندر جډېجا يوه يوه وېکټه واخيسته.
د دغو سياليو نيمه پايلوبې ته د تلو لپاره افغان لوبډلې بايد خپله راتلونکې لوبه له سکاټلنډ څخه وګټي.
د نننۍ سيالۍ لپاره افغان لوبډله کې دوه بدلونونه راغلي وو، لومړی د تقاعد شوي اصغر افغان پر ځای شرف الدين اشرف او د ټپي شوي مجيب ځدراڼ پر ځای تېز بالر حميد حسن غوره شوی و.
افغانستان له دې مخکې د سکاټلنډ او نیمېبیا خلاف دوې سیالۍ ګټلې او د پاکستان خلاف یې یوه بایللې وه.

د عکس سرچینه، Getty Images
د هند لوبډله د پاکستان پر وړاندې له ماتې وروسته له سختو نیوکو سره هم مخ شوې وه، نو ځکه د نننۍ لوبې ګټل یا بایلل به یې نه یوازې نړیوال جام کې برخلیک ټاکونکي وي، بلکې د مینه والو هیلې او تمې به هم ورسره تړلې دي.
پاکستان د دې نړیوال جام په دویم ګروپ کې تر ټولو پیاوړې لوبډله ثابته شوې او تر دې دمه یې خپلې درې واړه لوبې ګټلې دي.










