کرېکټ نړیوال جام: پاکستان او نيوزيلنډ نيمه پايلوبې ته ووتل

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د کرېکټ شل اوريز نړيوال جام په ترڅ کې نيوزيلنډ له افغانستان څخه په اتو وېکټو سيالي وګټله او نيمه پایلوبې ته يې لار ومونده.

دغه لوبه چې د متحده عرب اماراتو په ابوظبي کې وشوه، افغانستان يې پچه وګټله، شلو اورونو کې یې د اتو ویکټو له لاسه ورکولو وروسته ۱۲۴ منډې وکړې او نیوزیلنډ ته یې د ۱۲۵ منډو هدف وټاکه.

نيوزيلنډ د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره د نولسم اوور په لومړي توپ دغه هدف پوره او لوبه يې وګټله.

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغانستان پیل ډېر ښه نه و، د پنځو اوورنو له لوبې وروسته یې ۱۹ منډې درلودې او دوه وېکټې یې له لاسه ورکړې وې.

وروسته نجیب الله ځدراڼ د افغانستان له لوري په زړه پورې لوبه وکړه او له ۴۸ توپونو یې د ۷۳ منډو له ترلاسه کولو وروسته د افغانستان منډو کې پاموړ زیاتوالی راوست.

محمد شهزاد د څلورو منډو له جوړولو وروسته لومړی افغان لوبغاړی و، چې د اډم ملنې په توپ کیج اوټ او له میدانه بهر شو او ورپسې حضرت الله ځاځی او بیا د شپږم اوور په لومړي توپ رحمان الله ګربز هم وسوځېد.

نجیب الله ځدراڼ او ګلبدین نایب د شپږم اوور له پیله وروسته د لوبې سمبالولو هڅه پیل کړه، خو د لسم اوور پای کې ګلبدین نایب هم د ۱۵ منډو له جوړولو وروسته وسوځېد.

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

افغان لوبډلې د ۱۰ اوورونو لوبه کې د ۵۹ منډو له جوړولو وروسته څلور لوبغاړي له لاسه ورکړل.

د اتلسم اوور په پیل کې افغان لوبډلمشر محمد نبي د ۱۴ منډو له جوړولو وروسته وسوځېد او ورپسې نجیب الله ځدراڼ له ۴۸ توپونو د ۷۳ منډو له ترلاسه کولو وروسته وسوځېد.

له دې وروسته کریم جنت د یوازې دوو منډو له جوړولو وروسته له میدانه بهر شو.

د نيوزيلنډ لپاره ټرېنټ بولټ درې، ټېم سوتي دوې، اډم مېلني، جېمز نيشم او اېش سودي يوه يوه وېکټه واخيسته.

نجیب الله ځدراڼ له ۳۳ توپونونو نیمه سلیزه تر لاسه کړه.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، نجیب الله ځدراڼ له ۳۳ توپونونو نیمه سلیزه تر لاسه کړه.

افغانستان له دې مخکې په هره لوبه کې د پچې له ګټلو وروسته لومړی خپله توپوهنه کړې، یوازې له هند سره لوبه کې یې هند ته لومړی د توپوهنې بلنه ورکړې وه، چې هند لوبډلې د ۲۱۰ منډو خورا لوی هدف ورته ټاکلی و.

حضرت الله ځاځی، محمد شهزاد، نجیب الله ځدراڼ، محمد نبي، ګلبدین نایب، کریم جنت، راشد خان، نوین الحق، حمید حسن او مجیب رحمان د افغانستان له لوري او مارټن ګپټل، ډیرل مشل، کین ولمسن، ډېون کونوې، ګلین فلیپس، جیمز نیشم، مچل سانټنر، اډم ملنې، ټیم ساوتي، آش سودې او ټرینټ بولټ د نیوزیلنډ له لوري نننۍ سیالۍ کې لوبېږي.

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

افغانستان په دې سياليو کې ټولې پنځې لوبې وکړې، چې دوې لوبې يې له سکاټلنډ او نيمبيا څخه په لوی توپير وګټلې دي خو د پاکستان، هند او نيوزيلنډ پر وړاندې يې خپلې سيالۍ وبايللې.

د نن ورځې دویمه لوبه د پاکستان او سکاټلنډ تر منځ کېږي. پاکستان وار له مخه نیمه پایلوبې ته لار موندلې، خو په ګروپ کې د لومړي مقام پر ځای ساتلو لپاره پاکستان لوبډله باید نننۍ لوبه وګټي. سکاټلنډ تر اوسه خپلې ټولې څلور لوبې بایللې دي.