کرېکټ نړيوال جام: نيوزيلنډ نميبيا او هند سکاټلنډ ته ماته ورکړه

د عکس سرچینه، Getty Images
د کرېکټ شل اوريز نړيوال جام سياليو په ترڅ کې نيوزيلنډ نميبیا ته په ۵۲ منډو ماته ورکړه. نميبيا د پچې له ګټلو وروسته لومړی مقابلې لوبډلې ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه.
نيوزيلنډ په ټاکلو شلو اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۳ منډې وکړې چې په ځواب کې يې نميبیا د ۱۱۱ منډو په جوړولو سره اووه لوبغاړي له لاسه ورکړل او لوبه يې وبايلله.
د نيوزيلنډ لپاره ګلېن فېلېپس ۳۹، جېمز نيشم ۳۵ او لوبډلمشر کېن وېليمسن ۲۸ منډې جوړې کړې.
د نميبيا جېراډ اېرسموس، برناډ شکولټز او ډېوېډ وايز يوه يوه وېکټه ترلاسه کړه. په توپ اچونه کې بيا د نميبيا لپاره مایکل ون لېنګن ۲۵، زېن ګرين ۲۳ او سټېفن بارډ ۲۱ منډې وکړې.
بل پلو د نيوزيلنډ ټېم سوتي، ټرېنټ بولټ هر يوه دوې دوې وېکټې واخيستې. د دوی تر څنګ مېچل سټنر، جېمز نيشم او اېش سودي يو يو لوبغاړی وسوځاوه.
له دې بريا سره نيوزيلنډ خپل ګروپ کې دويم ځل خپل کړ او راتلونکې لوبه يې له افغانستان سره ده. که چېرې نيوزيلنډ له افغانستان لوبه وګټي نيمه پايلوبې ته به ووځي او که چېرې يې وبايللي بيا به نيمه پايلوبې ته د افغانستان او هند د وتلو چانس زيات شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د کرېکټ شل اوريز نړيوال جام سياليو دويمه لوبه کې هند سکاټلنډ ته په اووم اور کې په اتو وېکټو ماته ورکړه.
هند د پچې له ګټلو وروسته سکاټلنډ ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه. سکاټلنډ د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره يوازې ۸۵ منډې جوړې کړې چې په ځواب کې يې هند د يوازې دوو لوبغاړو په سوځېدو سره هدف پوره کړ.
په نننۍ لوبه کې د هند لپاره راهول ۵۰ او روهېت شرما ۳۰ منډې وکړې. په توپ اچونه کې روېندرن جډېجا او محمد شامي ښه وځلېدل، دواړو درې درې لوبغاړي وسوځول. د دوی تر څنګ جسپريت بومرا دوې او اشوېن يوه وېکته واخسته.
هند اوس د خپل ګروپ جدول کې په درېیم نمبر دی خو د منډو اوسط يې افغانستان او نيوزيلنډ لوړ دی. که چېرې افغانستان نيوزيلنډ ته ماته ورکړي ، هند هم نيمه پايلوبې ته د وتلو چانس پيدا کوي.












