اسیا فوټسال سیالۍ؛ جاپان فاینل کې افغانستان ته درې په صفر ماتې ورکړه

د عکس سرچینه، ALAVI
د فوټسال تر شل کلنۍ ښکته لوبغاړو د آسیا جام سیالیو کې افغانستان په پایلوبه کې له جاپان سره لوبه د یوه مقابل کې په دریو ګولونو بایلوده.
جاپان له دې بري سره د ۲۰۱۹ کال اسیايي اتلولي وګټله. ایران لوبډلې اندونیزیا ته په ماتې ورکولو سره دریم ځای خپل کړ.
دا لومړی ځل دی چې افغانستان د فوټسال اسیايي سیالیو کې دویم ځای ته رسېږي.
له دې مخکې افغانستان په نیمه پایلوبه کې اندونیزیا او جاپان کوربه ایران ته ماتې ورکړې وه. دغه سیالۍ د ایران په تبرېز ښار کې تر سره شوې.
فوټسال فوټبال لوبه ده، چې پنځه لوبغاړي یوې خوا او پنځه بلې ته لوبېږي. په دې لوبه کې د ګول سور او اوږده یوازې یو متر وي او د فوټبال د ګول پرتله ډېر کوچنی وي.
هرې لوبډلې ته چې یو ګول ورکړل شي، یو لوبغاړی به یې له لوبې وځي او که دوه وشي دوه لوبغاړي به له لوبې ایستل کېږي.

د عکس سرچینه، AFF
د افغانستان له ۲۰کلونو نه د ټیټ عمر لرونکی فوټسال ټیم تېره ورځ د اندونیزیا فوټسال لوبډلې ته د د دریو مقابل کې په څلورو ګولونو سره ماتې ورکړه او د لومړي ځل لپاره یې د اسیا د اتلولی فاینل سیالیو ته لار ومونده.
داوړه ټیمونه په لومړی نیمه پای لوبه کې سره مخ شول او افغان ټیم ۴ د ۳ پر وړاندې لوبه خپل په نوم کړه. د افغانستان لپاره سید حسین موسوي دوه، علي عرب زاده او داود یوسفي یو یو ګول وهلی و.








