افغان ۲۰ کلنو فوټسال لوبډله د اسیایي اتلولۍ پایلوبې ته ووته

د عکس سرچینه، .
- Author, خوشحال تایب
- دنده, بي بي سي
د افغانستان د فوټسال شل کلنو ملي لوبډلې د اسیا اتلولیو پایلوبې ته لار ومونده. افغان لوبډلې تاجکستان ته په ماتې ورکولو سره د اسیا فوتسال شل کلنو په مهمو سیالیو کې د لوبېدو جواز ترلاسه کړ.
افغان لوبډلې وکولای شول تاجکستان ته ۴ ـ ۱ ماتې ورکړي او د اسیا فوټسال شل کلنو په مهمو سیالیو کې د ګډون جواز ترلاسه کړي.
دغه سیالۍ د ډیسبمر میاشتې په لومړۍ نېټه په ازبکستان کې پیل شوې وې. افغان لوبډله له ترکمنستان او ایران سره په الف ګروپ کې وه چې له هرې ډلې یوې لوبډلې مخامخ د اسیا جام ته لار موندله.
دوه لوبډلې چې دویم شوې وې باید د پلې آف په ډول باید سیالي سره وکړي، چې ګټونکې لوبډله به د اسیا جام سیالیو ته لار مومي.
افغان لوبډله وتوانېده په دغه پړاو کې د تاجکستان لوبډلې ته ۴ ـ۱ ماتې ورکړي او په لومړي ځل یې د اسیا جام اتلولیو ته مخه کړه.
د افغانستان لپاره حسین موسوي دوه ګولونه، حمید حسیني او فرزاد محمدي هم یو یو ګول وکړ.
وړاندې د فوټبال فدراسیون چارواکو ویلي وو، د افغانستان د فوټسال په ۲۰ کلونو ملي لوبډلې کې پنځلس تنه لوبغاړي لوبه کوي چې له کابل، هرات، کندوز او په ایران کې مېشت یو شمېر افغان کډوال پکې ګډون لري.

د عکس سرچینه، .
افغان لوبډلې په دغه پړاو کې درې سیالۍ ترسره کړې. په لومړۍ لوبه کې یې ترکمنستان ته ۵ ـ صفر ماتې ورکړه. دویمه لوبه یې ایران ته ۴ ـ ۲ وبایلله خو وروستۍ او برخلیک جوړونکې لوبه یې له تاجک لوبډلې ۴ ـ ۱ وګټله.










