فوټبال: افغان ځوانانو د مرکزي اسيا اتلولي وګټله

د عکس سرچینه، Sayed Ali Kazemi/FB
د افغانستان د فوټبال د ۱۵ کلنو ځوانانو لوبډلې د مرکزي اسيا پنځو هېوادونو په وروستۍ لوبه کې ازبکستان ته ماتې ورکړه او دغه اتلولي يې خپله کړه.
د افغانستان د فوټبال فدراسيون وياند سيد علي کاظمي وايي، د پنځو هېوادونو دغه سيالي تېره اوونۍ پيل شوې وه او د جولای په ۸مه د افغانستان په ګټه پای ته ورسېده:
"د افغانستان د ۱۵ کلنو ځوانانو لوبډلې پخپله وروستۍ سیالۍ کې ازبکستان سره لوبه وکړه. ازبکستان وړاندې تاجکستان، ترکمنستان او قرغزستان مات کړي وو، خو پر افغانستان یې لوبه وبایلله."
په دې سياليو کې د افغانستان، ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان د فوټبال لوبډلو ګډون کړی و.
افغانستان په لومړۍ لوبه کې تاجکستان ته د ۱پر۳ پایلې سره ماتې ورکړه.
ازبکستان وړاندې تاجکستان، ترکمنستان او قرغزستان مات کړي وو، خو پر افغانستان یې لوبه وبایلله."
په دې سياليو کې د افغانستان، ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان د فوټبال لوبډلو ګډون کړی و.
افغانستان په لومړۍ لوبه کې تاجکستان ته د يو پر ۳ پایلې سره ماتې ورکړه، دويمه لوبه يې د قرغزستان د ۱۵ کلونو ځوانانو له ملي لوبډلې سره وه چې هغه لوبه یې هم له ۱ پر ۳ پایلې سره وګټله.
افغانستان فوټبال لوبډلې درېيمه لوبه له ترکمنستان سره وه، چې د یو پر صفر پایلې سره یې له ترکمنستانه ماتې وخوړه.

د عکس سرچینه، Sayed Ali Kazemi/FB
دويمه لوبه يې د قرغزستان د ۱۵ کلونو ځوانانو له ملي لوبډلې سره وه چې هغه لوبه یې هم د ۱ پر ۳ پایلې سره وګټله، خو درېیمه لوبه یې چې د ترکمنستان د ۱۵ کلنو ځوانانو له لوبډلې سره، د یو پر صفر پایلې سره یې پر ترکمنستان وبایلله.
دغه راز د افغانستان لوبډلې وروستۍ لوبه له ازبکستان سره وه چې د ياد هېواد لوبډلې ته يې د يو پر ۲ ګولونو په پایلې سره ماتې ورکړه او د مرکزي اسيا د پنځلس کلنو جام اتلولي يې وګټله.
د فوټبال مسوولان وايي، افغانستان د ۹ نومرو په ترلاسه کولو سره په دې سياليو کې لومړی مقام خپل کړ.










