مشهور فوټبال لوبغاړی کرستیانو رونالډو وايي، له هېچا نه ډارېږي

د عکس سرچینه، Getty Images
اسپانیا کې څارنوالانو د پرتګال پر مشهور لوبغاړي کرستیانو رونالډو تور پورې کړی، چې سلګونه زره یورو مالیه یې غلا کړې.
رونالډو د ریال مادرید لوبډلې لپاره لوبه کوي.
ماډرید کې د څارنوالي له لوري یوه اعلامیه کې ویل شوي، چې دوی د رونالډو خلاف قضیه ثبت شوې ده. پر نوموړي تور دی، چې له ۲۰۱۱ تر ۲۰۱۴ پورې یې ۱۶ میلیونه یورو مالیه نه ده ورکړې.

د عکس سرچینه، Getty Images
رونالډو چې د سپورت نړۍ کې تر ټولو ډېر عاید لرونکی شخصیت دی، مخکې ویلي و، له هېچا ځکه نه ډاریږي، چې درغل نه دی او د پټولو لپاره هېڅ نه لري.
دسمبر کې افشا شویو اسنادو کې ویل شوي وو، چې رونالډو له اف شور کمپنیو د تر لاسه شوي عاید پر سر مالیه نه ده ورکړې. خو کرستیانو رونالډو دغه تورونه رد کړي وو.
کله چې د دغو تورونو په اړه له ښاغلي رونالډو پوښتنه وشوه، نوموړي د ځايي خبري رسني پرتوګیزا خبریال ته ویلي و:
'هغه کسان چې پټولو ته څه نه لري، هغه له هېچا نه ډاریږي '









