رونالډو د ۲۰۱۶ کال د فیفا غوره لوبغاړي جایزه وګټله

د عکس سرچینه، Getty Images
کریسټیانو رونالډو د فیفا سږنی تر ټولو ښه لوبغاړی ونومول شو. د ریال ماډریډ او د پورتګال ملي لوبډلې دغه ۳۱ کلن بریدګر لوبغاړي سره دغې جایزې ته سیالۍ لپاره د بارسلونا لیونل میسي او د اټلټیکو ماډریډ انټونیو ګریزمن ولاړ وو.
رونالډو تېره میاشت د سرو زرو توپ جایزه هم ګټلې وه.
د امریکا فوټبال لوبغاړو کې کارليلویډ ته د غوره لوبغاړې جایزه ورکړل شوه، هغو د هیوسټ داش امریکايي سیالیو کې ښه لوبه کړې وه.
د مالیزیا فوټبال لوبغاړي محمد فایز ته هم د ۲۰۱۶ کال د غوره برید برید کوونکي لوبغاړي جایزه ورکړل شوې ده.
رونالډو د جایزې له اخیستو وروسته وویل: "۲۰۱۶ کال به هېڅ هېر نه شي."
نوموړي له خپلو ملګرو، کورنۍ او ټولو هغو مننه وکړه چې دی یې د دې جایزې ګټلو ته ورساوه: "له بده مرغه په زیوریخ کې د بارسلونا ځینې ملګري له موږ سره نه وو، ډاډه یم چې لیونل میسي به اوس خپل تلوېزیون ګل کړی وي."

د عکس سرچینه، Getty Images
رونالډو او میسي د لویو جایزو ګټلو لپاره یو او بل ته رایه نه ورکوي.
رونالډو، په ۲۰۱۶ کال د اروپايي ولسونو اتلولۍ کې د جام په ګټلو سره د خپل هېواد (پورتګال) نوم لوړ کړ.
له رونالډو سره د غوره لوبغاړي دې جایزې ته د سیالۍ لپاره د بارسلونا لیونل میسي او د اټلټیکو ماډریډ انټونیو ګریزمن ولاړ وو.
خو په ښځینه لوبغاړو کې بیا ۳۴ کلنې امریکايي لوبغاړې کارلي لوید، برازیلۍ مارتا او جرمنۍ میلاني بیرینګر د جایزې ګټلو دې سیالۍ ته ولاړې وې.
د فوټبال غوره جایزه له ۱۹۵۶ کال راهیسې د فرانسې د فوټبال مجلې له خوا پیل شوې ده.
کارلي لویډ وویل: "رښتیا هم ما دا تمه نه لرله. پوهېږم چې میلاني د ۲۰۱۶ اولمپیک لوبو کې ښه وځلېده."

د عکس سرچینه، EPA

د عکس سرچینه، Getty Images








