کریسټیانو رونالډو د اروپا ۲۰۱۵-۲۰۱۶ غوره لوبغاړی

دا دویم ځل دی چې رونالډو د غوره لوبغاړي جایزه ګټي. نوموړی په ۲۰۱۴ کال هم تر ټولو غوره لوبغاړی ټاکل شوی و.

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، دا دویم ځل دی چې رونالډو د غوره لوبغاړي جایزه ګټي. نوموړی په ۲۰۱۴ کال هم تر ټولو غوره لوبغاړی ټاکل شوی و.

د پرتګال لوبغاړی کریسټیانو رونالډو ته د اروپا ۲۰۱۵ – ۲۰۱۶ موسمي لوبو تر ټولو د غوره لوبغاړي جایزه ورکړل شوه.

رونالډو پخپله ریل مدرید لوبډله کې د اروپا د اتل په نامه یاد شوی او فرانسه کې د اروپا د فوټبال ۲۰۱۶ اتلولیو کې هېواد ته اتلولي وګټله.

۳۱ کلن رونالډو په ریل مدرید لوبډله کې پر خپل ملګري او د وېلز پر لوبغاړي ګریت بیل او د اتلتیکو مدرید پر لوبغاړي او فرانسوي انطوان ګریزمان لاسبری شو.

دا جایزه د اروپايي ټولنې د ۵۵ غړو هېوادونو د فوټبال لوبې د خبریالانو د رایو په اکثریت ورکول کېږي.

دا دویم ځل دی چې رونالډو د غوره لوبغاړي جایزه ګټي. نوموړی په ۲۰۱۴ کال هم تر ټولو غوره لوبغاړی ټاکل شوی و.

په غوره لوبغاړو کې د ارجنټاین لیونیل میسي هم دوه ځلې او اسپانوی اندریس انیستا او فرانسوی فرانک ریبیري غوره شوی و.

دا جایزه په ۲۰۱۱ کال د "اورپا کې غوره عمومي لوبغاړی" پرځای رامنځ ته شوه.

ادا هیګربرګ

د عکس سرچینه، Getty

د عکس تشریح، د غوره ښځینه لوبغاړو جایزه د ناروې لوبغاړې ادا هیګربرګ ته ورکړل شوه.

د غوره ښځینه لوبغاړو جایزه د ناروې لوبغاړې ادا هیګربرګ ته ورکړل شوه.

هغې خپلې فرانسوۍ سیالې لوبغاړې اماندین هیري او جرمنۍ ژنیفر ماروزان ته ماتې ورکړه.

 اماندین هینري

د عکس سرچینه، Getty

د عکس تشریح، د ناروې لوبغاړې ادا هیګربرګ د فرانسې اماندین هینري ته ماتې ورکړه
ژنیفر ماروزان

د عکس سرچینه، Getty

د عکس تشریح، د ناروې لوبغاړې ادا هیګربرګ جرمنۍ ژنیفر ماروزان ته ماتې ورکړه