ریال مادرید که یوونټس، څوک به د اروپا اتل شي؟

UEFA

د عکس سرچینه، UEFA

د عکس تشریح، سږ کال پايلوبه د جون پر درېیمه په کارډېف کې ترسره کېږي
    • Author, حميد شجاع
    • دنده, بي بي سي لندن

راتلونکې شنبه، د جون پر درېیمه نېټه د اروپا د اتلانو جام یا چمپینز لیګ پایلوبه د برېتانیا په کارډېف ښار کې ترسره کېږي.

په پایلوبه کې به د اسپانیې ریال مادرید او د ایټالیې یوونټس لوبډلې سره سیالي کوي.

د اروپا د فوټبال اتلولي د دې لوبډلو لپاره کومه نوې خبره نه ده. ریال مادرید د چمپینز لیګ په تاریخ کې تر ټولو ډېره، یعنې ۱۱ ځله دا اتلولي ګټلې. د یوونټس لوبډله هم دوه ځله د اروپا اتله پاتې شوې.

په زړه پورې خبره دا ده چې دې دواړو لوبډلو وار د مخه د خپلو هېوادونو د فوټبال غوره لیګونه ګټلي دي.

مطلب دا چې مورال یې لوړ دی او دواړو ټیمونو د پایلوبې لپاره ښه ډېره دمه هم کړې ده.

نو پوښتنه دا ده چې کومه لوبډله به سږ کال د اروپا اتله شي؟

د ځواب لپاره مې د دواړو لوبډلو هغو لوبغاړو ته کتنه کړې چې سږ کال ښه ځلېدلي دي.

ځينې نورې خبرې هم مهمې دي: لومړی دا چې کومه لوبډله په دې سیالیو کې ډېره تجربه لري، یا دا چې لوبه چېرته کېږي او په میدان کې به ډېر نندارچیان د کومې لوبډلې پلویان وي.

د ریال مادرید لوبغاړي

رونالډو

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، رونالډو به هڅه کوي چې د څلورم ځل لپاره د اروپا اتلولي وګټي

یوه خبره ښکاره ده. په دې پایلوبه کې د نندارچیانو او د نړۍ د رسنیو سترګې د ریال مادرید بریدګر رونالډو ته دي.

رونالډو تر دې وړاندې هم درې ځله د چمپینز لیګ پایلوبه ګټلې ده.

په لومړي ځل يې په ۲۰۰۸ کال کې د انګلستان له مانچسټر یونائټډ سره دا ویاړ ترلاسه کړ.

تر هغه وروسته یې په ۲۰۱۴ او په ۲۰۱۶ کلونو کې له ریال مادرید سره دا سیالۍ ګټلي.

سږ کال یې هم تر دې دمه په دې سیالیو کې ۱۰ ګولونه کړي.

د برید یا ګولونه لپاره تر رونالډو وروسته د ریاد مادرید لوبډله پر ګرېت بېل حساب کولی شي.

نوموړی که څه هم سږ کال د ژوبلېدو له کبله ډېر نه دی لوبېدلی، خو که یې ورځ ښه وي نو د مخالفې لوبډلې د دفاع لپاره سرخوږی جوړولی شي.

او چې خبره د دفاع شوه نو ریال مادرید په دې برخه کې پر خپل کپتان سرجیو راموس تکیه کوي.

نوموړی نه یوازې د ریال مادرید دفاعي کرښه سمبالوي، بلکې وخت نا وخت په ډېرو حساسو شېبو کې د خپلې لوبډلې لپاره ګولونه هم کوي.

د یوونټس لوبغاړي

د یوونټس لوبډله، او په مجموع کې د ایټالیا ډېری لوبډلې پياوړې دفاعي کرښه لري.

بيل

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، بېل او راموس هغه دوه لوبغاړي دي چې په لویو او مهمو لوبو کې پرې حساب کېدلی شي

یوونټس په ګول کې ۳۹ کلن جیانلوګي بوفون لري چې د ایټالیا په فوټبال کې یو وتلی نوم دی. کېدای شي دا په اروپایي سیالیو کې د نوموړي وروستۍ لوبه وي، او له همدې کبله به هم هڅه کوي چې ښه وځلېږي.

په دفاع کې بیا د چېلېني او بونوچي په څېر لوبغاړي دي چې تل د سپر په څېر د مخالفې لوبډلې پر وړاندې درېږي.

د غښتلې دفاع اندازه یې له دې ولګوئ چې آن د بارسلونا په څېر لوبډلې هم د دوی پر ضد ګول ونشو کړای.

خو د برید کولو او ګولو وهلو لپاره هم د ارجنټاین دوه وتلي لوبغاړي پاولو دېبالا او ګونزالو هېګوایین په یوونټس لوبډله کې دي.

هېګوایین سږ کال تر دې دمه د ایټالیا په غوره لیګ کې ۲۴ او په چمپینز لیګ کې ۵ ګولونه کړي.

تجربه، د پایلوبې ځای او نندارچیان:

دا درې واړه فکتورونه مهم دي، او سږ کال ښایي ټول د ریال مادرید لوبډلې په ګټه وي.

بوفون

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ښايي په اروپایي سياليو کې دا د بوفون وروستۍ لوبه وي

لکه مخکې مو چې وویل، ریال مادرید تر دې وړاندې ۱۱ ځله دا اتلولي ګټلې ده. تجربه کاره لوبغاړي لري او د یوونټس پرتله د چمپینز لیګ له روحیې او فشار سره ښه بلد دي.

لوبه د برېتانیا کارډېف ښار کې ترسره کېږي، یعنی په وېلز کې.

د ریال مادرید بریدګر ګرېت بېل اصلاً د وېلز دی او د همدې هېواد ملي لوبډلې ته هم لوبه کوي.

نن سبا دی د وېلز د فوټبال تر ټولو ځلانده ستوری دی. طبعاً هڅه به کوي چې د خپلو کورنیو نندارچیانو او مینه والو پر وړاندې ښه وځلېږي.

پاتې شوه د نندارچیانو خبره.

پاولو دېبالا او ګونزالو هېګوایین

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ارجنټاين دوه ستوري چې د شنبې په ورځ به د يوونټس د مينه والو هيلې ورسره تړلې وي

د کارډېف په لوبغالي کې ټولټال ۶۶ زره نندارچیان ځایېږي.

د هرې لوبډلې پلویانو ته ۱۸ زره ټکټونه ځانکړي شوي دي.

پاتې نور ټکټونه به عادي خلکو او ځانګړو مېلمنو ته ورکول کېږي.

او دا چې لوبه په وېلز کې ده، ښکاره خبره ده چې دا پاتې نندارچیان او مېلمانه به د ګرېت بېل او د ریال مادرید په پلوۍ چیغې وهي.

د نندارچیانو همدا ملاتړ، چیغې او سندرې د لوبې پر مهال کولی شي د یوې لوبډلې روحیه ژوندۍ وساتي.

اټکل:

دواړه پیاوړې لوبډلې دي. کومه ښکاره نیمګړتیا یا کمزوري نه لري. خو پورته یادو شویو فکتورونو ته که وګورو، ښایي د ریال مادرید لوبډلې د بریا چانس ډېر وي.

خو نه پوهېږم ولې، زړه مې راته وایي چې سږ کال به یوونټس د اروپا اتله شي.

کارډېف لوبغالی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د کارډېف په لوبغالي کې نيمايي نندراچيان د دوه لوبډلو پلويان وي خو عادي خلک هم ورتلی شي