ریال ماډریډ ۱۲ ځل هم د اروپا اتلولي وګټله

ر

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، دوولسم ځل ریال ماډریډ د اروپا اتلولي ګټي.

د پرتګال د فوټبال ستوري کریسټیانو رونالډو په دوو ګولونو سره ریال ماډریډ لوبډلې د اروپا اتلولۍ یا چمپینز لیګ کې له خپل نوم دفاع وکړه.

دا دولسم ځل دی چې دا لوبډله د اروپا اتلولي ګټي او یو ریکارډ جوړوي.

ریال ماډریډ په کارډوف کې د اتلولیو پایلوبه کې له جووینټس سره مخ و، خو د یو مقابل کې یې په څلورو ګولونو ماتې ور کړه.

ویل کېږي چې تېرو څلورو موسمونو کې دریم ځل ریال ماډریډ د اتلولۍ لیګ په خپل نوم کوي او او رونالډ په دریو پایلوبو کې ګول وهي او خپله لوبډله بري ته رسوي.

د رونالډو ۶۰۰ ګولونه

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په پایلوبه کې کریسټیانو رونالډو په دوو ګولونو سره د خپلو ګولونو شمېر ۶۰۰ سوو ته ورساوه.

د دې لوبې ستوري کریسټیانو رونالډو و، چې دوه ګلونه یې وکړل او د ډګر غوره غوره لوبغاړی شو.

نوموړي په دغه سیالۍ کې د هغو ګولونو شمېر ۶۰۰ ته ورساوه چې په ملي او کلبي سیالیو کې یې کړي دي.

نوموړي په اتلولۍ لیګ په ۱۴۰ سیالیو کې ۱۰۵ ګولونو ریکارډ هم جوړ کړ او د روان کال په ۱۳ سیالیو کې یې ۱۲ ګولونه وهلي دي.

دا بری د ریال ماډری فرانسوي روزونکي زین الدین زیدان هم هم لویه لاسته راوړنه وه.

نوموړی دوه بشپړ موسمونه په ریال ماډرید کې دی او دوه ځله یې دا لوبډله د اروپا اتلولیو لیګ ته ورساوه.

د زیدان بریا

ر

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، زیدان پر ۲۰۱۶ کال د ریال ماډریډ روزونکی شو.

ریال ماډرید له ۱۹۸۵ کال راهیسې اول ځل په یوه موسم کې د اسپانیا او اروپا دواړو اتل شو.

خو څومره چې د ریال ماډریډ بریا ځلانده وه، جیوونټوس ته ناکامي هغومره ترخه وه.

دغه لوبډله پر ۱۹۹۶ کال د اروپا اتلولیو لیګ له ګټلو راهیسې د پنځم ځل لپاره د دې سیالیو پایلوبه کې ماته خوري.