د ورانه فوټبال: مکسیکو ۳ زره کلنه لوبه ژوندۍ کړه

د ورانه فوټبال په نامه یوه لرغونې لوبه چې کابو ۳ زره کاله پخوا په مکسیکو کې کېده، د دغه هېواد په تیوتواکان نومي ښار کې بیا تر سره شوه.
د لوبې جوړوونکو چې په مکسیکو کې د (اولامالیزتلي) په نامه پېژندل کېږي، ویلي: د ورانه فوټبال لوبې د بیا راژوندي کولو هوډ یې د لرغونتوب او مذهبې ریښې له مخې کړی دی.
د تاریخي لیکنو له مخې، دغه سیالي په تېر کې د تورتمونو او روښنايي ترمنځ د جګړې سمبول ګڼل کېده چې لا هم په مکسیکو د دې لوبې پراخ ډګرونه شته.
دغه لوبه مخکې له دې چې اسپانوي یرغلګر پرې بندیز ولګوي، په مرکزي امریکا کې دود وه.
د ورانه فوټبال په سږني سیالۍ کې ۱۰ لوبډلې برخوالې وې چې پایلوبه یې په تیوتواکان ښار کې تر سره شوه.
په دغه لوبه کې هره لوبډله ۷ لوبغاړي لري چې په لمده او ښویېدونکې ځمکه د یو بل پر وړاندې لوبه کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
هره لوبډله د امتیاز تر لاسه کولو لپاره کلک پلاستیکي توپ په زنګانه وهي او د خپلې سیالې لوبډلې پر لور حرکت کوي، خو که یې د توپ په لېږد کې ځنډ وکړ یا یې وغورځاوه، امیتاز یې د سیالې لوبډلې دی.
په دغه لوبه کې ښځې او نران دواړه برخه اخیستلی شي.
تېر کې به یې د دغو لوبو بایلونکې لوبډله د خدای په نوم قرباني کوله، خو اوس یې حساب په ګټه او تاوان دی.








