کرېکټ: د ۲۰۱۹ کال نړيوال جام غوراوي پړاو سياليو لپاره د افغان لوبډلې نوملړ

افغان کرېکټ

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، د کرېکټ ۲۰۱۹ کال نړيوال جام غوراوي پړاو سياليو لپاره د افغان لوبډلې نوملړ

افغان کرېکټ بورډ د ۲۰۱۹ کال نړيوال جام د غوراوي سياليو لپاره خپله لوبډله اعلان کړه. د غوراوي پړاو په سياليو کې به د ۱۰ هېوادونو لوبډلې چې په دوو ګروپونو وېشل شوي ګډون کوي او په پايله کې به يې دوه لوبډلې د ۲۰۱۹ کال د کړېکټ نړيوال جام ته لار وموي.

په الف ګروپ کې وېسټ انډیز، ایرلنډ، هالنډ، پاپوانیوګینې او د کرېکټ د نړیوالې شورا د دویم ډویژن ګټونکی هېواد راځي چې تر اوسه څرګند نه دی.

په بي ګروپ کې افغانستان، زمبابوې، سکاټلنډ، هانګ کانګ او د کرېکټ د نړیوالې شورا د دویم ډویژن د پایلوبې بایلونکی راځي.

داسې ښکاري چې افغانستان اسانه ګروپ کې دی.

د غوراوي په سیالیو کې به د مارچ له څلورمې نېټې تر ۲۵ پورې ټول ټال ۳۴ لوبې کېږي، هره لوبډله به د خپل ګروپ هرې لوبډلې سره یوه لوبه کوي.

د هر ګروپ درې د سر لوبډلې به دویم پړاو ته لار مومي. هلته به د مقابل ګروپ له دريو لوبډلو سره بخت ازمويي.

هره لوبډله په لومړي پړاو کې د سیالو لوبډلو په وړاندې د بري پواینټونه هم دویم پړاو ته له ځان سره وړي.

د دویم پړاو په پای کې تر ټولو وړاندې دوه لوبډلې پایلوبې ته لار مومي چې هغوی بیا نړيوال جام کې د ګډون حق خپلوي.

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، افغانستان به ‍په بي ګروپ کې له کوربه زمبابوې سره مخامخ وي

د ۲۰۱۹ کال نړيوال جام لپاره ټول ټال ۸۳ هېوادونو ان له ۲۰۱۳ کال راهیسې بخت ازمویه.

د افغانستان تېز توپ اچوونکی حميد حسن به په دغو سياليو کې نه وي. د افغان کرېکټ بورډ په وينا د حمید حسن په تمریناتي کمپ کې ټپي شوی او نوموړي ته د روغتیایي مسؤلینو له لوري د دريو اوونیو استراحت ورکړل شوی دی.

افغانستان به خپله لومړنۍ لوبه د مارچ په څلورمه نېټه له سکاټلنډ سره کوي او دوه ورځې وروسته له زمبابوې سره مخامخېږي.

د ۲۰۱۵ کال نړيوال جام کې افغانستان په لومړي ځل برخه اخیستې وه او هلته یې له سکاټلنډ څخه یوه لوبه هم ګټلې وه. خو د غوراوي په دغو سیالیو کې ویسټ انډیز، زمبابوې او ایرلڼد ښايي لوی سرخوږی ورته جوړ کړي.

ویسټ انډیز دوه ځله د کرېکټ نړيوال جام هم ګټلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان او زېمبابوې د دوو شل اووريزو او پنځو يو ورځنيو لوبو لړۍ پيلوي. ټاکل شوې لومړۍ شل اووريزه سيالي به نن (۵ فبروري) د افغانستان پر وخت ماسخوتن ۷:۳۰ پيل شي.

د افغان لوبډلې نوملړ

احتياطي لوبغاړي: