د افغان کريکټ د ۱۹ کلنو لوبډلې پاکستان ته ماتې ور کړه
منځپانګه نه شته
په Facebook کې نور وګورئ بي بي سي. بي بي سي د نورو ویبپاڼو د محتوا مسوله نه ده.د پوسټ Facebook پای
د افغانستان د کرېکټ ۱۹ کلنې لوبډلې په نوي زیلنډ کې خپله لومړنۍ لوبه کې د پاکستان لوبډلې ته په پنځو ویکټو ماتې ور کړه.
نن د شنبې په ورځ د ۱۹ کلنو ځوانانو د کریکټ نړیوال جام سیالۍ په نیوزیلېنډ کې پیل شوې.
په دغه جام کې د افغانستان په ګډون د ۱۶ هېوادونو لوبډلې برخه لري.
افغانستان په خپله لومړنۍ لوبه کې نن د پاکستان پروړاندې ډګر ته ووت.
د لوبې پچه پاکستان وګټله او افغانستان ته یې په ۴۸ اور کې ۱۸۹ هدف وټاکه.

د عکس سرچینه، ACC
افغان لوبډلې د پنځو ویکټو بایللو سره په ۴۷ اور کې د ۱۹۴ منډو په جوړولو سره دا هدف ترلاسه کړ.
افغان لوبغاړو کې دروېش رسولي ښه وځلېد.
نوموړی د ۷۶ منډو په جوړولو سره ناسوځېدلی پاتې شو.
دوه نور افغان لوبغاړي اکرام علي خېل د ۴۶ منډو او رحمان الله ګربز هم د ۳۱ منډو په جوړولو سره ښه وځلېدل.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د افغانستان کرېکټ بورډ فیسبوباک پاڼه کې د دې ادارې د مشرتابه له خوا د پاکستان پروړاندې د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې بری ستر او تاریخي بلل شوی او افغان ولس ته یې مبارک ور کړې ده.
د افغانستان ملي یووالي حکومت اجراییه مشر عبدالله عبدالله پر ټویټر د دې بریا مبارکي ورکړې او لوبغاړو ته یې د لا نورو بریاوو هیله ښودلې ده:
"د نولس کلنو د کرېکټ د نړیوال جام په لومړنۍ سیالۍ کې د پاکستان پر وړاندې د افغان ملي لوبدلې د بریا مبارکي وایم. افغانان پر تاسې ویاړي. اتلانو ته ښې چارې."

د عکس سرچینه، ACB
افغانستان په لومړي پړاو کې دوه نورې لوبې هم لري.
افغان لوبډله له سریلانکا او ایرلنډ لوبډلو سره لوبه لري.
د افغانستان د کرېکټ بورډ چارواکي وایي؛ د دوی هڅه دا ده چې دوه لوبې وګټي او ځان د نړیوال جام دویم پړاو ته ورسوي.
له نوي زیلنډ د پاکستان دریمه ماتې

د عکس سرچینه، Getty Images
په ورته مهال د پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې په ډنیډن کې پنځو یو ورځنیو لوبو په دریمه سیالۍ کې هم له نوي زېلنډ ماتې وخوړه.
نوي زیلنډ په ۵۰ اورونو کې پاکستان ته ۲۵۷ منډې هدف وټاکه، خو پاکستان یواځې ۷۴ منډې جوړې کړې.
نوي زیلنډ د دې لړۍ دوه لومړنۍ سیالۍ هم ګټلې دي، ځکه دپاکستان لپاره دا سیالي مهمه وه.
اوس نوی زیلنډ درې د صفر مقابل کې برتري ترلاسه کړې او د لوبو دا لړۍ یې په نوم ده.








