افغان لوبغاړي په سږني ای پي اېل کې په ښه بيه وپېرل شول

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, خوشحال تایب
- دنده, بي بي سي
هغه لومړني څلور لوبغاړي چې په آی پي اېل یا د هند د کرېکټ غوره لیګ سیالیو لپاره وړاندې شول ټول په ښه بیه وپلورل شول.
د افغان لوبغاړو ترمنځ راشد خان لومړنی لوبغاړی و چې په ښه او لوړه بیه وپېرل شو. سنرایزرز حیدر اباد لوبډلې راشد خان په ۹۰ ميليونه هندۍ روپیو (۱.۴ ميليونه ډالر) وپېره.
تر هغه وروسته محمد نبي د تېر کال پرتله په دوه برابره یعنې سل لکه روپیو (۱۵۰ زره ډالرو) سنرایزرز حیدر آباد لوبډلې خپل کړ.
خو مجیب ځدراڼ سږ کال د راشد خان د تېر کال ځای ونیو، او د هغه د تېر کال بیه یې خپله کړه. مجیب ځدراڼ ورو توپ اچوونکی یا سپېنر دی چې ۱۷ کال عمر لري او د افغان نولس کلنو لوبډله کې لوبېږي. مجیب ځدراڼ په ۴۰ ميليونه هندي روپیو (۶۲۹ زره ډالر) د کېنګز اېلېوین پنجاب لوبډلې واخيست.
بل لوبغاړی ظاهر پکتین دی چې په ۶ ميليونه هندۍ روپیو (۹۴ زره ډالر) راجستان لوبډلې وپېره.

د عکس سرچینه، Getty Images
تېر کال د افغان لوبغاړو له ډلې یواځې راشد خان او محمد نبي د آی پي ایل لوبو برخه وو، خو سږ کال نور افغان کرېکټ ستوري هم ورګډ شوي دي.
سږ کال په لومړي ځل ۱۰ افغان لوبغاړي د آی پي ایل ليلام ته وړاندې شوي پر یادو شویو لوبغاړو سربېره دولت ځدراڼ، شاه پور ځدراڼ، شفیق الله شفق، نجیب ځدراڼ، ګلبدین نایب او محمد شهزاد شامل دي.
راشد خان د آی پي ایل په تېرو سیالیو کې د ۱۴ لوبو په ترڅ کې ۱۷ ویکټې اخېستې وې.
تر دې مهاله په آی پي اېل کې د سږ کال تر ټولو ګران بيه لوبغاړی د انګلستان بېنجمن سټوک دی چې په ۱۲۰ ميليونه او ۵۰۰ زره هندۍ روپيو پلورل شوی دی.
دغه سيالۍ به د روان کال د اپريل پر ۷ نېټه پيل او د مۍ میاشتې تر ۲۷ نېټې به دوام وکړي.










