پښتون زبیراحمد د کرېکټ وروستی قرباني

.

د عکس سرچینه، PCB

د عکس تشریح، زبیراحمد خیبرپښتونخوا د مردان اوسېدونکی دی
    • Author, ولي ناصر
    • دنده, بي بي سي

د خیبرپښتونخوا د مردان سیمې اوسېدونکی زبیراحمد د کرېکټ لوبې په یوه سیالۍ کې پر بونسر توپ د لګېدو له امله خپل ژوند له لاسه ور کړ.

زبیر د کریکټ د نړیوالې لوبې وروستی وژل شوی لوبغاړی دی.

تر زبیر احمد وړاندې هم یو شمېر کرېکټ لوبغاړي د لوبې پر مهال پر توپ د ژوبلېدو له امله مړه شوي دي.

د پاکستان د کورني کرېکټ لوبغاړی زبیر احمد د خیبر پښتونخوا په مردان کې په یوه شارټ پیچ بونسر توپ و لګېد چې وروسته یې ژوند له لاسه ور کړ.

زبیر احمد د تیرې دوشنبې په ورځ د کلبونو ترمنځ په یوه لوبه کې هغه مهال مړ شو چې پر سر باندې په شارټ پیچ بال ولګید.

نوموړي د لوبې پر مهال د کرېکټ لوبې ځانګړې خولۍ (هیلمیټ) نه وه پر سر کړې.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 1

د پاکستان د کرېکټ د ملي لوبډلي پخواني لوبغاړي شعیب اختر د زبیراحمد پر مړينه خواشینې ښکارې او د کرېکټ مینه والو ته یې سپارښتنه کړې چې په کرېکټ کې د ځان خوندي ساتل تر هر څه اړین دي:

"ځوانو کرېکټوالو ته مې پیغام دا دی چې پر منظم ویشتنځي لوبه وکړئ او خولۍ پر سر کړئ. د ځان ساتنه باید تل لومړیتوب ولري."

د پاکستان کرېکټ بورډ د زبیراحمد پر مړینه خواشيني څرګنده کړې او د لوبې پر مهال یې د خوندیتوب وسیلو د کارونې اهمیت ته اشاره کړې ده.

زبیراحمد د کرېکټ لوبې وروستی قرباني دی، خو تر نوموړي وړاندې ډېرو نورو لوبغاړو هم د دې لوبې له امله خپل ژوند له لاسه ور کړی دی.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 2

انکيټ کیساري ۲۰۱۵

انکیټ کیساري په ۲۰۱۵ کال کې د هندوستان د کلکتې ایالت په سلټ لیک لوبغالي کې په یوه ځايي لوبه کې پر توپ ولګېد چې په روغتون کې تر درېوو ورځو بستري کېدو وروسته یې ساه ور کړه.

فیل هیوجز ۲۰۱۴

د ۲۰۱۴ کال د نومبر په ۲۵مه د استرالیا یو لوبغاړی فیل هیوجز د کرېکټ پر توپ د لګېدنې له امله ومړ.

د کرېکټ پر توپ د لوبغاړو مړینې په کرېکټ او نورو ورته لوبو کې د لوبغاړو د خونديتابه په اړه پوښتنې پیدا کړي دي.

.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ډېويډ وارنر ښاغلي هیوجز ته د درناوی پر مهال

ډارین رنډال ۲۰۱۳

د جنوبي افریقا د کرېکت دغه ۳۲ کلن لوبغاړی په ۲۰۱۳ کال په یوه کورنۍ سیالۍ کې د فول شاټ د وهلو پر مهال پر توپ ولګېد، چې روغتون ته تر لېږدولو وروسته ومړ.

جینکینز ۲۰۰۹

د انګلستان د کرېکټ لوبې دغه ۷۲ کلن لوبڅار په یوه لوبه کې د ډګرساتونکي له خوا پر غورځار شوي توپ ولګېد، بې هوښه شو، خو بالاخره په روغتون کې تر درېيو ورځو بسترېدو وروسته ومړ.

رامن لمبا ۱۹۹۸

دغه هندی کرېکټ لوبغاړی د بنګله دېش په ډاکه کې د یوې لوبې پر مهال د مهراب حسین نومې توپ غورځوونکي په بال ولګېد او تر درې ورځو بې هوښۍ وروسته ومړ.

.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، رامن لمبا د کريکټ لوبې تمرین پر مهال

جورج سمرز ۱۸۷۰

د راپورونو له مخې، ۲۵ کلن جورج سمرز د کرېکټ لوبې لومړنی قرباني دی.

دغه انګلستانی توپ وهونکي په یوه کورنۍ لوبه کې د کرېکټ پر توپ ولګېد او څلور ورځې وروسته ومړ.

د کرېکټ پر توپ د نوموړي له مړینې وروسته په دغه لوبه کې د محافظتۍ خولۍ (هیلمېټ) پر سرول جبري چاره وګڼل شوه.