ولسمشرغني له لوبغاړو سره کړې ژمنه پوره کړه

د عکس سرچینه، ARG
افغان ولسمشر محمد اشرف غني له هغو افغان ورزشکارانو سره کړې ژمنه پوره کړه، چې ویلي یې و که هر څوک د ترکمنستان له سالون دننه او مارشل ارټس سیالیو مډالونه راوړي، نغده جایزه به ورکوي.
ولسمشر غني په دې مناسبت وینا کې وویل:
''زموږ لوبغاړو له اسیايي لوبو ۱۲ مډالونه راوړل او د نورو برخو کسانو لپاره هم دا یوه غوره بېلګه ده، چې د هېواد لپاره نور ویاړونه راوړي. ''
د ژمنې لومړي پړاو پوره کولو کې ښاغلي غني حسین صفري ته نږدې ۷۰۰ زره افغانۍ د جایزې په ډول ورکړې. صفري له دغو سیالیو ججشتو لوبه کې د سرو زرو مډال راوړي دی.
دغه سیالۍ د ۶۲ هېوادونو د شپږ زره لوبغاړو تر منځ وشوې او افغانستان په کې ۲۶ ځای خپل کړ.
دغه سیالۍ د تېرې تلې میاشتې پر ۵ نېټه پای ته ورسېدې. افغان لوبغاړي وتوانېدل له دغو سیالیو د سرو یو، د سپینو یو او د برونزو ۱۰ مډالونه هېواد ته یوسي.
۲۱۵ افغان لوبغاړو په دغو سیالیو کې ۱۶ بېلا بېلو لوبه کې برخه لرله. دغو سیالیو ته د افغان لوبغاړو له سفره مخکې ولسمشر غني مډال راوړونکو لوبغاړو ته له ۲۰۰ تر ۷۰۰ زره افغانیو پورې د نغدې جایزې ورکولو امر کړی و.

د عکس سرچینه، ARG
د عشق اباد سیالیو کې د افغان لوبغاړو ګډون ګټور سفر بلل کېږي. افغان اولمپیک چارواکو له مخکې ویلي و، چې دغو سیالیو کې یې د ګډون هدف د مډالونو ګټل دی.
تېرو کلونو کې سپورت برخې ته د حکومت نه پاملرنې شکایتونه شوي، خو له ولسمشر غني سره وروستیو لیدنو کې دوئ ته ډاډ ورکړل شوی چې له پامه به نه غورځول کېږي.








