افغانستان کې په لومړي ځل ډيپارټمنټل کرېکټ پيلېږي

د ویډیو تشریح، مشعل: ډیپارټمنټل کرېکټ د لوبغاړو،‌ افغانستان کرېکټ او بانکونو لپاره یو ښه فرصت دی.

د افغانستان د کرېکټ بورډ مشر عاطف مشعل وايي، په افغانستان کې لومړی ځل 'ډيپارټمنټل ' یا اداریز کرېکټ پيلېږي.

د کرېکټ دغه راز سيالۍ په نورو هېوادونو کې دود دي، خو دا لومړى ځل دى چې افغان کرېکټ هم دغه پړاو ته ننوځي.

اوس به یو شمېر رسمي ادارې ځانونو لپاره د کرېکټ لوبډلې جوړوي او خپلمنځي سیالۍ به کوي.

ښاغلي مشعل بي بي سي سره په ځانگړې مرکه کې وويل، دا چاره په افغانستان کې د کرېکټ له ودې سره مرسته کوي او لوبغاړو او کرېکټ بورډ ته مالي گټه رسوي.

د کرېکټ بورډ مشر وايي، اوس مهال اووۀ بانکونو دغه کار ته زړه ښه کړى.

دغه بانکونه به د خپلو لوبډلو لپاره لوبغاړي غوره کوي، هغوى سره به د خپل بانک د کارکوونکو په توگه يو کلن يا څو کلن تړونونه لاسليکوي او ورته به منظمه تنخواه ورکوي.

د ښاغلي مشعل په وينا "د لوبغاړو شمېر ورځ تر بلې ډېرېږي او دا به دوى لپاره د عايد ښه يوه ښه سرچينه وي."

کرېکټ بورډ به هم له بانکونو کلنى فيس اخلي او د عاید یوه بله سر چینه به ومومي.

دغه چاره بيا له بانکونو سره په سوداگرييزو تبليغاتو کې مرسته کوي.

د افغانستان بانک لومړى مرستيال واحدالله نوشير وايي، دا چاره له بانکونو سره مرسته کوي چې "خلکو ته خپل خدمات ور وپېژني."

وحيد نوشير
د عکس تشریح، د افغانستان بانک لومړى مرستيال واحد الله نوشير

د ښاغلي نوشير په وينا ټاکل شوې د افغان کرېکټ بورډ چارواکي سبا د اګست ۲۷ مه د افغانستان بانک په مرسته د ۱۵ بانکونو له مشرانو سره وگوري، چې په افغانستان کې د ډیپارټمنټل کرېکټ بنسټ کېښودل شي.

نوموړی وايي، لومړي سر کې به د کرېکټ بورډ مشر د بانکونو مشرانو ته د ډیپارټمنټل کرېکټ په تړاو معلومات ورکړي او وروسته به د دوی تر منځ د خپلمنځي لیدنو کتنو لړۍ دوام وکړي.

د لوبډلو د جوړولو بهير به سږ کال پيل شي خو د ادارو لومړنۍ خپلمنځي کرېکټ سیالۍ به ښايي راتلونکى کال تر سره شي.