د ایټالیا میلان فوټبال کلب په ۷۴۰ میلیون یورو وپلورل شو

د عکس سرچینه، Getty Images
د ایټالیا د میلان فوټبال کلب خاوند سیلویو برلوسکوني دغه کلب پر یوه چینايي کنسرسیوم په ۷۴۰ میلیونو یورو پلورلی دی.
یاد کلب له ۱۹۸۶ کاله د برلسګوني په مشرۍ چلېده چې له یوې مودې راهیسې یې د پلورلو کیسې کېدې.
پر چینايي کمپنۍ د یاد کلب د پلورلو چنې په ۲۰۱۶ کال پيل شوې، خو بیا هغه مهال د مالي ستونزو له امله وځنډېدې.
یاده پانګونه د اروپا په فوټبال کې د چین تر ټولو ستره پانګونه ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
په تېر اګسټ کې برلسګوني له یوې ایټالوۍ رسنۍ سره په خبرو کې وویل:" مهمه دا وه چي میلان کلب داسې یو چا ته ور کړل شي چې د ایټالیا، اروپا او نړۍ په کچه یې اتل کړي. ما یې د په بیه کې چنې نه دي وهلي، دوی وویل او ما ومنل. "
په وروستیو کلونو میلان کلب پخوا په څير په لوبو کې ښه نه دی ځلېدلی، خو اوس یې مینه وال هیلهمن دي چې د ښاغلي د برلسګوني هغه شرطونه عملي چې له مخې یې د کلب اخیستونکی اړ دی په راتلونکو دوو کلونو کې پر کلب ۴۰۰ میلیونه یورو ولګوي.
میلان فوټبال کلب د برلسګوني په مشرۍ کې ۸ ځلي د ایټالیا او ۵ ځلي د اروپا اتلولۍ ګټلي چې د ایټالیا په کچه وروستۍ هغه یې په ۲۰۱۱ کال کې تر لاسه کړه.

د عکس سرچینه، Getty Images
یاد کلب په تېرو درېوو کلونو کې د اروپا سیالیو ته لار نه ده موندلې او دا د دغه کلب په ۳۰ کلن تاریخ کې په اروپايي لوبو کې د نه ګډون اوږد زماني واټن دی.
میلان کلب همدارنګه نه دی توانېدلی، د ماندري شوچینکو، کاکا، مارکو فان باستن، رود ګولېت او فرانک رایکارډ په څېر لوبغاړي یو ځل بیا په خپله لوبډله کې ولوبوي









