د جرمن فوټبال لوبډلې پر لېږدوونکي بس چاودنې شوي

د عکس سرچینه، EPA
هغه بس ګاډي سره درې چاودنې شوې، چې د جرمني بوروسیا دورتموند فوټبال لوبډلې غړي یې د منځلوبو لومړي پړاو ته لېږدول.
د کلب مسوولین وايي د چاودنې پایله کې د دوی د یوه اسپانوي همکار لوبغاړي مارک بارترا لاس ټپي شوی او روغتون ته لېږدول شوی دی.
د لوبډلې له لوري په یوه ټویټر پیغام کې ویل شوي، چې نور لوبغاړي خوندي دي او په لوبغالي یا شاوخوا کې یې هم د نندارچیانو لپاره کوم خطر نه شته.
د لوبو د دغې لړۍ لومړۍ لوبه لغو شوې او اوس به د چهارشنبې پر ورځ تر سره کېږي. په خپرو شویو تصویرونو کې د ګاډي کړکیو ماتې هندارې لیدل کېږي.
د جرمني ورتمبرګ کې پولیسو ویلي، د چاودنو لامل معلوم نه دی، خو په وینا یې:
درې چاودنې شوې او اوسمهال په لوبغالي کې شته نندارچیانو ته د کوم خطر شواهد نه شته.

د عکس سرچینه، AFP
بوروسیا دورتموند کلب په یوه اعلامیه کې ویلي، له هوټل نه لوبغالي ته د بوروسیا دورتموند لوبډلې له روانېدو لږ وروسته یوه پېښه رامنځته شوه. بس ته دوه ځایه زیان رسېدلی، یو کس ټپي شوی او روغتون کې دی.
بل لور ته اسپانوي لومړي وزیر ماریانو راجوی پر ټویټر پاڼه خواخوږي څرګنده کړې او د ټپي شوي لوبغاړي د عاجلې روغتیا لپاره یې هیله مندي څرګنده کړې ده.
د دغې لوبډلې اجرايي مدیر هانس جواچیم واټزکي ویلي: د لوبډلې پر لېږدونکي بس ګاډي د چاودیدونکو توکو برید شوی دی. بوروسیا دورتموند لوبډله دا مهال د جرمنی بوندیسلیګا سیالیو په درجه بندۍ کې څلورم ځای لري.









