روباټ په نللېکو کې: د میلیارډونو لېټره اوبو ضایع کېدو مخه نیولی شي
- Author, وېکټوریا ګېل
- دنده, د ساینس برخې خبریاله، بي بي سي نیوز
په انګلینډ او وېلز کې د اوبو صنعت، اقتصادي تنظیموونکې اداره ( آف وټ) وایي هره ورځ نژدې درې میلیارده لېټره اوبه په هغو نللیکو کې د سوریو له امله ضالع کېږي چې د سلګونه زره میله په اوږدوالي تر هر ځایه اوبه رسوي.
خو اوس ساینسپوهانو کوچنیو روباټونو ته وده ورکړې چې د اوبو د نللیکو شبکه کې وګرځي او هر ځای ستونزې وپلټې او د نللیکو د سوري کېدو مخه ونیسي.
د دوی په وینا، ددې لویې شبکې څار او ساتنه له روباټونو پرته بل څه نشي کولای.
د اوبو صنعت، اقتصادي تنظیموونکې ادارې بیا په خپل وروستي راپور کې ویلي چې د اوبو رسونې شرکت د پانګې له کموالي سره مخ دي.
دغې ادارې د ډېرو کمپنیو نمونې بي بي سي سره شریک کړي او وایي "دوی پېرونکي او سیمې له لاسه ورکوي" ځکه د شبکې د پراخوالو او روغولو لپاره پوره پیسې نه لري.
خو د انګلنډ اوبو ادارې په ځواب کې ورته ویلي "له خصوصي کېدو وروسته د اوبو ضایع کېدل تر ټولو ټېټې کچې ته رسېدلی."

د عکس سرچینه، Victoria Gill
د انګلنډ د اوبو په سلګونه زره اوږدو نل لیکو کې چې میلونونه ودانیو ته اوبه رسوي د ( لیک/سوري) ستونزه ډېره پراخه او پېچلې ده، خو په ځينو سیمو کې د پیپونو د عمر او چاپېریالي حالت ته په کتو سره توپیر لري.
د اېسکس او سفالک په نامه د اوبو رسونې یوه کمپنۍ وایي: "موږ په خپله اړونده سیمه کې یوازې دوه زره او ۵۰۰ کیلومټره نللیکې څارنه کولای شو، یوازې نیمایي سوري د لېدو وړ دي، دا ډېره پېچلې ده چې ټول سوري یا درزونه را پیدا کړو."
د اوبو ضایع کېدل سږکال یوه حساسه موضوع ده، د واټر یوکې درې کمپنۍ، سوېل ختیځ، سوېل لوېدیځ او یارک شېیر دریو واړو د دوبي له وچکالي را وروسته لاهم په محلي کچه د اوبو د وړو پیپونو کارول بند کړي دي.
سره له دې چې خلک اقتصادي کړکېچ ځپلي، د شمېرو له مخې په انګلنډ او ویلز کې نژدې شل سلنه خلک د اوبو بېلونه نشي ورکولای.
دارنګه یو شمېر کمپنیو هڅې کړې چې د نللیکو د سوري کېدو له امله د نژدې شپږ سلنه اوبو ضایع کېدو مخه ونیسي.
د اوبو صنعت، اقتصادي تنظیموونکې ادارې ژمنه ده چې تر ۲۰۵۰م کال پورې د اوبو ضایع کېدل مخه تر ډېره ونیسي، "یوکې واټر" هم منلې چې په دې برخه کې باید چټک ګامونه واخیستل شي.
د ایسکس او سفالک په څېر کمپینو له وړاندې د اوبو ضایع کېدو د مخنیوي لپاره نوې لارې چارې تجربه کوي، پرته له دې چې کېندنه وشي، لوی سوري بند کړې.
خو ځینې ساینسپوهان په دې باور دي چې په دې برخه کې د کوچنیو روباټونو کارول به د ټکنالوژۍ انقلاب یوه لویه لاسته راوړنه وي.
ځېنې کمپنۍ بیا له وړاندې په روباټونو د نللیکې څاري، خو ډېرې پخوانۍ شبکې پرته له دې چې کېندنې ترسره نشي د لاسرسي وړ نه دي.

د شيفیلډ پوهنتون کې د ګډو ملکي او بېخ بنسټونو د څېړنې مرکز د ځمکې لاندې روباټو د لېږلو یا ګزمې چاره ازمویلې ده.
د نللیکو روباټ کوچني او ګرځنده دي او د سترګو په څېر په څو اړخیزه کمرو سمبال دی. د اوبو له کمپنیو سره په همغږۍ دوی ته پراختیا ورکړل شوې، په پیپونو کې یې خوشي کړي څو هغه برخې چې کمروزې او ماتېدو ته نژدې وي پيدا کړي.
پروفیسور کېرلي هوروشینکوف وایې: "دمګړۍ شرکتونه یوازې نیمګړتیاوو ته ځواب وایي، نه د خونديتوب لپاره. شرکتونه په اوس وخت کې یوازې نیمګړتیاوو ته په عکس العمل کې ځواب ورکوي، نه په فعاله توګه، موږ روباټونو ته اړتیا لرو، هغه کولای شي مخکې له دې چې کوم ځای کې ستونزه پيدا شي، مالومات راټولوي."
په لیدز پوهنتون کې د مصنوعي څار متخصصه پروفیسوره نیتا کوهین وایي ددې روباټونو په مخکې لویه ننګونه له هغو سره اړیکه نیول دي:
"د ځمکې لاندې جي پي ایس یا انټرنېټ کار نه کوي، دوی به یوازې په لنډ واټن کې د لاس رسی وړ دي."

نوموړې او همکاران یې پر داسې یو سیستم کار کوي چې لوی روباټ یا (مور روباټ) له څو کوچنیو روباټو سره واستوي، څو واړه روباټونه هرې خوا ته ته تیت شي او لوی روباټ ته مالومات راټول کړي.
اغلې کوهین وایي: دوی به خپل بچیان یا کوچني روباټونه په وړو نللیکو کې خوشي کوي او د دندې له پای ته رسولو وروسته به یې بېرته راټولوي. هغه زیاتوي: "موږ به ددې روباټونو یوې ټولنې ته اړتیا ولرو چې ددې اوږده واټن په هره برخه کې کار وکړي."
د نوموړې په وینا، د خلکو د پښو لاندې ځمکه کې د اوبو نللیکې په یوه ناامن چاپېریال کې اوسېږي چې له روباټ پرته یې بل څه ستونزه نه شي درک کولای.
شيفیلډ پوهنتون کې د ګډو ملکي او بېخ بنسټونو د څېړنې مرکز ټیم تمه لري چې د نللیکو لومړۍ ګزمه به په پنځو کلونو کې په ټوله شبکې را ورګرځي.
د دوی به باور، تر هغې به هر ځای چې کوم پیپ مات شي د اوبو شرکتونه باید د ګازو، برېښنا، نوري فایبر او چټلو اوبو د شبکو ترڅنګ کېندنې وکړي او ستونزه حل کړي.













