د چین ژورانګ فضايي روباټ د مریخ پر سطحه کیناست

ټکنالوجي

د عکس سرچینه، CNSA

د چین دولتي رسنۍ وايي د دغه هېواد ژورانګ روباټ په بریالیتوب سره د مریخ پر سطحه ناست دی.

دغه روباټ چې شپږ ټایرونه لري د مریخ شمال کې د اتوپیا پلانتیا په نوم پراخه بیدیا کې کیوتی دی.

چین تر امریکا وروسته دویم هېواد شو چې مریخ ته روباټ استوي.

دغه هېواد په دې توګه وښوده چې فضايي برخه کې هم د امریکا جدي سیال دی.

ژورانګ روباټ د 'تیان وېن -۱' توغندي په وسیله د مریخ مدار ته رسېدلی و.

تیان وېن-۱ له تېرې فبرورۍ د مریخ پر مدار څرخېده، د دې سیارې له سطحې یې عکسونه اخیستل چې د ژورانګ د کیوتلو لپاره تر ټولو ښه او مناسب ځای مالوم کړي.

د چین ژورانک فضايي ربوټ بالاخره د شنبې سهار وختي وکړی شول چې دغه پیچلي عملیات په بریالیتوب ترسره او د مریخ پر سطحه کیني.

ژورانګ

د عکس سرچینه، Getty Images

مریخ له ځمکې شاوخوا ۳۲۰ میلیون کیلومتره واټن لري او د روباټ په لخوا د هر پیغام رالېږدېدل ۱۸ دقیقې وخت اخلي.

د مریخ پر سطحه د روباټ د کیناستلو پروسه هم نیغ په نیغه له ځمکې نشي کنټرولېدلی او دا چاره باید په بشپړه اتومات ډول ترسره شي.

شنونکي دغه بریالی ماموریت بیجینګ لپاره امریکا سره فضايي برخه کې د سیالۍ ډګر کې ستر ګام ګڼي.

تر دې وړاندې یوازې امریکا په دې بریالۍ شوې وه چې د خپلې پرمختللې ټکنالوجۍ په مرسته په بریالیتوب سره د مریخ په سطحه یو روباټ کیباسي.