ناسا د مریخ پر فضا چورلکه ګرځوي
د امریکا فضايي اداره ناسا وايي، هیله لري چې د راتلونکې اپرېل میاشت لومړیو کې مریخ کې لومړۍ چورلکه هوا ته پورته کړي.
دا کوچنۍ چورلکه د پېرسیوېرنس رور فضايي بېړۍ په وسیله چې یوه میاشت وړاندې د مریخ په جېزېرو ژوره کې کیناسته، دې سرې سیارې (مريخ) ته لېږدول شوې ده.
د اېنجېنیوټي په نوم دا ۱.۸ کیلوګرامه چورلکه به چې دوه څرخونه لري، د مریخ فضا کې څو الوتنې تجربه کړي.
ناسا ویلي که دا تجربه کامیابه شي، نو د 'رایټ وروڼو' تجربې ته ورته یو څه به نندارې ته وړاندې کړي.
اشاره یې 'اورویل او ویلبور رایټ' ته ده، چې په ۱۹۰۳ کال یې په لومړي ځل دلته پر ځمکه تر فضا یوه درنده الوتکه هوا ته پورته کړه.
دغه سازمان وايي د دواړو الوتنو ترمنځ د تړاو لپاره یې د رایټ وروڼو د الوتکې د وزر یوه کوچنۍ ټوټه مریخ ته په لېږل شوې چورلکې 'اېنجېنیوټي' پورې نښلولې ده.
دمګړۍ دا چورلکه لا مریخ ته د استول شوې بېړۍ نس پور نښتې ده. څو ورځې وړاندې یې حفاظتي پوښ پرانیستل شو او څو ورځې وروسته به د مریخ پر سطحه خوشې شي.
انجنیرانو جېزېرو ژوره کې یوه ۱۰ متره مربع سیمه مشخصه کړې او د 'هوايي ډګر' نوم یې پرې ایښی دی.
اېنجېنیوټي به له همدې ځایه څو الوتنې ترسره کړي.
پېرسېویرنس فضايي بېړۍ به هڅه کوي چې دا هر څه په کمره ثبت کړي.

د عکس سرچینه، NASA/JPL-CALTECH
د ناسا یوه انجنیره فراح علیبای وايي "خپله ټول وس به وکارو چې د اېنجېنیوټي الوتنې ثبت کړو. عکسونه به یې واخلو، د ویډیو اخیستو هیله یې هم لرو."
خو هغه دا کار ننګونکی ګڼي، ځکه فضايي بېړۍ او چورلکه دواړه هممهاله فعالیت کوي او جلا ساعتونه لري.
د اېنجېنیوټي د فعالیت د تصویر اخیستلو لپاره اړتیا ده چې د پېرسېویرنس او اېنجېنیوټي دواړو زماني وسیلې سره همغږه کار وکړي.
اېنجېنیوټي ډېره سپکه جوړه شوې چې د مریخ په نرۍ فضا کې الوتنه وکړای شي.
دواړه څرخونه یې څلور 'فایبر کاربني' پرې لري او هره پره یې یو متر اوږده ده.
دواړه څرخونه یې یوه دقیقه کې ۲۴۰۰ ځله په مختلفو اړخونو څرخېږي چې دا دلته پر ځمکه د مساپر وړونکو چورلکو د څرخونو پرتله څو برابره چټک دي.
انجنیران غواړي لومړۍ الوتنه یې ساده وي - یوازې ۳ متره تر سطحې پورته او د ۳۰ ثانیو لپاره فضا کې پاتې شي.
که دا کار په بریالیتوب سره وشو، نو راتلونکې الوتنې به یې تر دې اوږدې او پېچلې وي.
د اېنجېنیوټي مشر پیلوټ هاوارډ ګريپ بي بي سي نیوز ته وویل: "اوس زموږ د پلان لار دا ده چې لومړنۍ درې الوتنې یې د وړتیا مالومولو لپاره ترسره کړو."
هغه زیاتوي چې "که هر څه سم پر مخ ولاړل، بیا به د خپلو وړتیاو د غځولو هڅه کوو. خو دا مو له وړاندې په تفصیل سره نه دي پلان کړي."

د عکس سرچینه، NASA/JPL-CALTECH
په ناسا کې د سیارو د ساینسي هڅو مدیره لوري ګلېز وايي انجېنیوټي راتلونکو هوايي څېړنو ته د امکاناتو ور پرانیستی شي.
هغه وايي: "ایا کولی شو له هغو ځایونو عکسونه واخلو چې له فضا نه لیدل کېږي یا فضايي بېړۍ نشي ورتللی؟ ایا چورلکه کولی شي فضايي بېړۍ ته له وړاندې لار وڅاري او د څېړنو لپاره د ښه لوري او ځای په ټاکلو کې مرسته وکړي؟ ایا راتلونکي انساني ماموریتونه له هوايي مرستې برخمنولی شو؟ دا هغه پوښتنې دي چې نن یې ځواب نه لرو، خو د ټکنالوجۍ د وړتیاو ننداره، موږ ته د پنځونې او د نیویو څیزونو د ازمویلو امکان راکوي."
ناسا په ۲۰۳۰ کال د زحل سیارې د ټیټان سپوږمۍ د سطحې فضا ته د "ډرګون فلای" په نوم د یوې روباټیکې فضايي الوتکې د استولو ماموریت تایید کړی دی.
شوروي اتحاد په ۱۹۸۰یمه لسیزه کې لومړنی هېواد شو چې د یوې بلې سیارې اسمان کې یې د یوې هوايي وسیلې الوتنه ترسره کړه.
دغه هېواد د زهرې اتموسفیر ته ویګا بالونونو پورته کړي وو.









