د مریخ ژورو ته تر غږ چټک فضايي توغندی توغول شوی

د عکس سرچینه، NASA
د امریکا تشیالي یا فضايي ادارې ناسا خپل وروستی مريخ مزلی په بريالي ډول وتوغاوه. د انسایټ په نوم دغه توغندی چې په نومبر مياشت کې به مريخ ته رسېږي د دغې کرې په اړه څېړنې کوي په تېره بیا هلته کېدونکې زلزلې به ثبتوي.
دا د ناسا لومړنی روباټیک مريخ مزلی دی چې مريخ به دننه څخه څېړي.
د غږ له سرعت په ډېره چټکۍ مزل کوي.
ددغه توغندي یوه مهمه دنده به د ځمکې د سیارې او مریخ ترمنځ د اختلاف د اړخونو څېړل هم وي.
څېړونکي تمه ښيي چې ددغه توغندي له لارې ترلاسه کېدونکي معلومات به د مریخ څه باندې ۴ میلیارد کلونو د تاریخ څرک ولګوي.
د انسایټ د دند یوه څارونکي بروس پانرډټ ویلي: "په داسې حال کېچ چې په مریخ کې د زلزلو څپې راځي، ددې دندې پرمهال به د زلزلو کچه معلومه شي."
دی زیاتوي: "له ډېرو اړخونو د بېلابېلو زلزلو تر ارزونې وروسته به د مریخ د ننه د درې ګوټیزه لید شونتیا رامنځ ته شي."
دغه توغندی د امریکا کلیفورنیا ایالت له فانډیبیرګ هوايي اډې پر ځايي وخت ۰۴:۰۵ وتوغول شو.
په پام کې ده چې یاد توغندی به د سوربخنه سیارې په ژورو کې ۷۲۸ ورځې څېړنه وکړي.
ناسا د تېرې پېړۍ په اویایمو کلونو کې د زلزلو د کچې معلوموونکی سیستم استولی و.

د عکس سرچینه، NASA
د نورو سیارو برعکس، انسایټ به د مریخ د ننه په مستقیم ډول د زلزلې ثبتوونکی سیستم ولېږدوي.
ښکاره نه ده چې په یوه کال کې به هلته څومره زلزلې کشف شي، خو اټکلونه شته چې سلګونه زلزلې به ثبت کړل شي.
ښايي دا به کوچنۍ زلزلې وي او د قوت کچه به یې د ریختر په کچه تر ۳ درجو نه اوړي.









