د ملالې په نامه د "ناسا" کوچنۍ سیاره

د عکس سرچینه، NASA
د امریکا د فضايي چارو ادارې (ناسا) فضا کې یوه کوچنۍ سیاره د ملالې یوسفزۍ په نامه نومولې ده. ملالې تېر کال د نوبل د سولې جایزه ترلاسه کړه.
دغه کوچنۍ سیاره د مریخ او مشتري تر منځ موقعیت لري.
د ناسا د فضايي چارو یوې کارپوهې ایمي ماینزر دغې کوچنۍ سیارې ته د ۱۷ کلنې ملالې نوم غوره کړی دی.
د ملالې د فنډ پر ټویټر پاڼه لیکل شوي "دا زما لپاره لوی د ویاړ ځای دی چې دغه سیاره د ملالې په نامه کېږي. موږ د نړۍ په لروبر کې داسې ځیرکو کسانو ته اړتیا لرو، چې د انسانانو ګرانې ستونزې حل کړي".
د ۲۰۱۲ کال اکتوبر کې پاکستاني طالبانو پر ملالې مرګونی برید وکړ، سر یې سخت ژوبل شو، چې بیا وروسته یې په بریتانیا کې بشپړه درملنه وشوه.
ملالې یوسفزۍ د نجونو د تعلیم په برخه کې کار کاوه.
ملاله تر ټولو د کم عمر څښتنه ده، چې د نوبل د سولې جایزه یې وګټله.
ملالې یوسفزۍ تر درملنې وروسته، د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې هم د تعلیم د حقونو په اړه وینا وکړه.

د عکس سرچینه، nasa

د عکس سرچینه، BBC World Service








