ملالې یوسفزۍ د سولې نوبل جایزه تر لاسه کړه
د سوات د تعلیم فعالې ملالې یوسفزۍ او د هند د ماشومانو حقونو کمپاینر کېلاش ستیارتي په ګډه د سولې نوبل جایزې تر لاسه کړې.
د نوبل کمېټې دوی دواړه "د سولې اتلان" وبلل.
له بي بي سي سره د خبرو پر مهال اغلې یوسفزۍ ویلي وو هغه ښايي په راتلونکې کې سیاست ته مخه وکړي، که دا یې د خدمت غوره لاره وي.
ښاغلي ستیارتي وویل د جایزې لاسته رواړل "یو ستر فرصت دی" چې د ماشومانو غلامۍ پر ضد خپل کار لا ښه کړي.
اغلې یوسفزۍ او ښاغلي ستیارتي خپلې جایزې د ناورې د نوبل کمېټې له مشره لاسته راوړې.
"ستره زړه ورتیا"
په خپله وینا کې ښاغلي ستیارتي وویل هغه (د چوپتیا د غږ استازیتوب کوي) او (د هغو میلیونونو ماشومانو چې یوازې پاتې شوي).
نوموړي وویل هغه د هغو ماشومانو په یاد چې غږ یې نه اورېدل کېږي په مراسمو کې یوه څوکۍ تشه پریخې وه.
هغه زیاته کړه: "تر دې ستر تاوتریخوالی بل څه دی چې ماشومان له خپلو ارزوګانو بې برخې شي".
ښاغلي ستیارتي همدا راز وویل: "زه دا نه منم چې د غلامۍ ځولنې دې د خپلواکۍ له غوښتنې پیاوړې وي".
د نوبل د کمېټې مشر توربجرن جګلند د تعلیم پر اهمیت ټینګار وکړ: "دېموکراسۍ او خپلواکۍ ته د علم په مرسته ځان رسولی شو".

د عکس سرچینه، Reuters
نوموړي د اغلې یوسفزۍ د هغو هڅو ستاینه وکړه چې دې د طالبانو د ګواښونو سربېره د تعلیم په برخه کې کړې: "د دې زړه ورتیا زه نه شم بیانولی".
۱۷ کلنه ملاله د ۲۰۱۰ کال اکتوبر میاشت کې د طالبانو له لورې په سر په ډزو وویشتل شوه ځکه دوی د نجونو تعلیم لپاره د هغې د کمپاین مخالفت کاوه.
ملاله اوس په بریتانیا کې اوسېږي. هغه تر ټولو د کم عمر نوبل جایزه ګټونکې ده.
اغلې یوسفزۍ سره د دې د ټولګي دوه زده کونکیو په ګډون ناروې ته د ښوونځي د نجونو یوه ډله هم تللې ده.
ښاغلي جګلند د ماشومانو د کار پر ضد د ښاغلي ستیارتي د کارونو او کمپاین ستاینه وکړه.
د ښاغلي ستیارتي د هڅو له کبله لسګونه زره ماشومان په فابریکو کې له خطرناکو کارونو ژغورل شوي دي.
هغه ته د خپل فعالیت له کبله د مرګ ګواښونه شوي او د ده دوه ملګري وژل شوي دي.
اغلې یوسفزۍ او ښاغلي ستیارتي ته په ګډه "پر ماشومانو د ظلم پر ضد فعالیتونو او د ټولو ماشومانو لپاره د تعلیم حق غوښتلو پخاطر" د ۲۰۱۴ کال د سولې نوبل جایزه ورکړل شوه.
د جایزې پیسې (۱،۴ میلیون امریکايي ډالره) دوی سره ووېشلې.
د نوبل جایزې کمېټې وویل دا مهمه ده چې یوې مسلمانې او یوه هندو، يوې پاکستانۍ او یوه هندي، دواړو په ګډه د تعلیم لپاره او د سخت دریځۍ پر ضد کار کړی.








