ځمکې ته نژدې کوچنۍ سیاره تېره شوه

د عکس سرچینه، NASA
ناسا وايي، یوه نوې کابو ۴۰ متره سیاره، چې له پنځو ورځو راهیسې کشف شوې ده، د ګرینویچ پر وخت ۲۲:۲۹ بجې پرته له دې چې خطر رامنځ ته کړي، یوه ګړۍ کې ځمکې ته ۶۴ زره کیلومتره نژدې تېره شوې ده.
د ناسا اړوند ځمکې ته د نژدې اجسامو د څېړنې مرکز مشر پاول چوډاس ویلي، ددغې کوچنۍ سیارې د ټکر کوم خطر نه دی احساس شوی. دغې سیارې ته ۲۰۱۸ سي بي نوم ورکړل شوی.
دی زیاتوي: "که څه هم ۲۰۱۸ سي بي ډېره کوچنۍ وه، خو به ۲۰۱۳ کال د روسیې د چیلیابنسک فضا پرسر له تېرې شوې سیارې ډېره لویه وه."
دی وايي: "په دې اندازه سیارې معمولاً زموږ سیارې ته ډېرې نه نژدې کېږي، ښايي یو یا دوه ځلې په کال کې ترې تېرې شي".
په لومړي ځل دغه سیاره د امریکا اریزونا ایالت توسان ښار کې د "کاتالینا سکای سروې" پروګرام له خوا کشف شو. دغه پروګرام د ناسا له خوا چلول کېږي چې هدف یې ځمکې ته د احتمالي خطر لرونکو سیارو ثبتول دي.
۲۰۱۸ سي بي ځمکې ته ۶۹ زره او ۷۰۰ کیلومتره نژدې شوې وه.
په روانه اونۍ کې یوه بله کوچنۍ سیاره ـ چې ۲۰۱۸ سي سي یې بلله، د لمر مسافه کې ۱۸۴ زره کیلومتره واټن کې تېره شوې وه.
د دغې سیارې اندازه له ۱۵ تر ۳۰ مترو پورې اټکل شوې وه.








