اوپټېموس: د ټېسلا مشر 'اېلان مسک' انسان ډوله روباټ نندارې ته وړاندې کړ

د ویډیو تشریح، انسان ته ورته "اپټیموس" روباټ

د ټکنالوژۍ ډګر میلیاردر ایلان مسک د یوه انسان ډولي روباټ لومړنۍ نمونه چې د ده ټېسلا برېښنايي موټرو شرکت جوړ کړی، نندارې ته وړاندې کړې ده.

اوپټیموس نومی روباټ د امریکا د کالیفورنیا ایالت په "سلیکان دره" کې د ټیسلا شرکت د مصنوعي ځیرکتیا په کلنۍ غونډه کې نندارې ته وړاندې شو.

د ټېسلا کمپنۍ انجینران وايي، دغه روباټ به د ټیسلا موټر جوړولو په کارخونه کې پر کار کولو وازمویل شي.

د غونډې ګډونوالو ته هغه ویډیو هم وښودل شوه چې یاد ربوټ پکې بوټو ته اوبو ور کوي، بکسونه لېږدوي او اوسپنیزې موانع پورته کوي.

د ټېسلا شرکت مشر "ایلان مسک" د غونډې ګډونوالو ته وویل، که څه هم تر اوسه لا د دغه روباټ د چارو بشپړېدو ته وخت شته، خو دا په رښتیا د هغه تمدن بنسټیز اوښتون دی چې موږ یې پېژنو.

هغه زیاته کړه، دغه روباټونه به له درې تر پنځو کلونو پورې بازار ته وړاندې شي چې بیه به یې ۲۰ زره امریکايي ډالره وي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

ښاغلی مسک وايي"زموږ هدف دا دی، هر څومره ژر چې کېدای شي، انسان ته ورته د کار کولو وړ روباټ جوړ کړو. موږ دا روباټ په هغه نظم یا ډیسپلین ډیزاین کړی چې موږ یې په برېښنايي موټرو کې کاروو."

پانګه والو او شنونکو د ځیرکو روباټونو تولید ته د ټیسلا شرکت په مخه کولو شک ښودلی او دې شرکت ته یې سپارښتنه کړې چې د روباټونو پر ځای دې د برېښنايي موټرو تولید ته په نږدې پروژو چې د ټیسلا اصلي تولید دی، تمرکز وکړي.

خو ښاغلي مسک ویلي، غواړي د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې تر ټولو ستره ستونزه چې د انسان د ځایناستي ماشین جوړول دي، هواره کړي.

ښاغلي مسک چې یو وخت یې خبرداری ور کړی و چې مصنوعي ځیرکتیا د بشریت لپاره ګواښ دی، ویلي، ټسلا غواړي ډاډمنه شي چې د داسې یوې ټولنې پر لور لېږد چې روباټونه به پکې کار کوي او خلک به یې له ښیګڼو ګټه اخلي؛ یوه امنه ټولنه ده.