د روباټ جوړوونکو افغان نجونو نوې ډله د لوړو زدکړو لپاره قطر ته تللې

د روباټ جوړوونکو نجونو د پخواني ټیم د غړو له ډلې اووه نجونې هم په قطر کې دي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د روباټ جوړوونکو نجونو د پخواني ټیم د غړو له ډلې اووه نجونې هم په قطر کې دي
    • Author, صابر عزیز
    • دنده, بي بي سي

د افغانستان د روباټ جوړوونکو نجونو نوې ډله د لوړو زدکړو لپاره قطر ته تللې ده. د افغانستان د روباټ جوړوونکو نجونو د پخواني ټیم د غړو له ډلې اووه نجونې هم په قطر کې دي او دوه یې امریکا ته تللې دي.

دا لومړی ځل دی چې د طالبانو په حکومت کې نجونې د لوړو زده کړو لپاره بهر ته لیږل کېږي.

د مسعود زاولي په نامه یو ځوان انجینر چې خور یې خجسته په دې ټيم کې قطر ته تللې او له تګ مخکې هغه ورسره په کابل هوایي ډګر کې انځور اخیستی، پر خواله رسنۍ لیکلي چې نن د یې د کورنۍ او خور لوی ارمان پوره شو چې لور یې د زده کړو لپاره له هېواده بهر ځي.

خجسته د تېر کال په کانکور ازمونیه کې د کابل پوهنتون کمپوټرساینس پوهنځۍ ته په لوړو نومرو بریالۍ شوې وه.

په قطر کې د افغان روباټ جوړونکو نجونو د ټیم یوې همغږې کوونکې سحرعطایې بي بي سي ته وویل چې پاتې دوې نورې غړې به هم ژر له دوی سره یو ځای شي:

" له نیکه مرغه له ټول افغانستان څخه لس نجونې زده کوونکې له دریو میاشتینیو پرلپسې ازموینو او مرکو وروسته د روباټیک ټيم ته وټاکل شوې چې اته تنه یې قطر ته را رسېدلې او دوې نورې به هم د روانې میاشتې په ۳۱ نېټه راشي چې دلته به خپلو لوړو زده کړو ته دوام ورکړي."

د مسئولانو په وینا یادې روباټ جوړونکې د سلګونو نجونو له ډلې ټاکل شوې.

له دې نجونو د انګلیسي، سایني مضمونونو او روباټ جوړونې په برخه کې ازموینې اخیستل شوې دي.

۲۰۱۷ کال کې روباټ جوړوونکو افغان نجونو په امریکا کې سلور مډال ګټلی و.

د عکس سرچینه، The Washington Post via Getty Images

د عکس تشریح، ۲۰۱۷ کال کې روباټ جوړوونکو افغان نجونو په امریکا کې سلور مډال ګټلی و.

لا مالومه نه ده چې دغه نجونې چا ټاکلې، چا ترې ازموینه اخیستې او څنګه د طالبانو لخوا اجازه ورکړل شوې چې له هیواده بهر د زده کړو لپاره لاړې شي.

خو د طالبانو حکومت له قطر سره نږدې اړیکې لري او قطر له وړاندې ویلي چې په مختلفو برخو کې افغان زده کوونکو ته د زده کړو فرصت برابروي.

ټاکل شوې چې دغه نجونې به خپله تحصیلي دوره له هېواده بشپړه کړي او بیا به بېرته وطن ته ستنېږي.

افغانستان له دې وړاندې د نجونو روباټ جوړونکو وتلی ټیم درلود چې ټولې غړې یې د هیواد د لویدیځ ولایت هرات زدکوونکې وي.

هغو نجونو ګڼې لاسته راوړنې درلودې او په ډېر سیالیو کې یې د افغانستان لپاره مډالونه هم ګټلي، خو په افغانستان کې له بدلون وروسته چې طالبان واکمن شول، د هغه ټیم غړې هم له هېواده ووتلې، چې د هغوي له ډلې اووه یې هم په قطر کې دي او دوې نورې یې امریکا ته تللې.

د نجونو روباټ جوړونکو ټيم مسئولانې وایې دا نوې ورغلې او ورتلونکې نجونې به له پخوانیو هغو سره یوځای په قطر کې لوړې زده کړې کوي.