ایا رښتیا سهارنۍ د ورځې تر ټولو مهم خواړه دي؟

خواړه

د عکس سرچینه، Getty Images

موږ ټولو اورېدلي چې د سالمې سټې او ښه اندام څښتن سهارنۍ (د سهار ناشته) نه پرېږدي. خو ایا دا په دې مانا دی چې سهارنۍ موږ سالم او ډنګر ساتي- یا نور لاملونه دي؟

په بریتانیا کې د خوړو د متخصصانو د ټولنې پربنسټ، زموږ ډېر پر دې اند لوی شوي چې سهارنۍ پرېښودل (نه خوړل) د غزايي رژیم یوه نیمګړتیا ده- ان که په بریتانیا کې د لویانو یوازې درېیمه برخه او د امریکایانو نژدې درې پر څلور وګړي (نژدې ۷۵ سلنه) په منظم ډول سهارنۍ خوري.

ښايي لامل یې د سهارنۍ د نامه په اهمیت کې وي: موږ ته د سهارنۍ خوړلو سپارښتنه شوې د 'شپې نیولې روژه پرې ماته کړو'.

د خوړو یوه متخصصه سارا الډر یې روښانه کوي: "د شپې بدن د سمونې او ودې لپاره زېرمه شوې انرژي کاروي، د متوازنې سهارنۍ خوړل زموږ د انرژۍ ډېرېدو کې مرسته کوي، همداراز په شپه کې له پروټین او کلسیم ګټه اخیستل."

خو په دې اړه پراخ اختلاف شته چې سهارنۍ باید د ورځې د خوړو په لړۍ کې خپل ځای وساتي او که نه. سربېره پر دې د روژې نیولو د پرهېز محبوبیت په ډېرېدو دی، په دانو کې د خوږو د کچې او د خوړو صنعت کې ورګډولو او د سهارنۍ ملاتړو خوړو په څېړنو کې ورګډولو په اړه یې اندېښنې شته- ان د یوه اکاډیمیک کس دا ادعا هم شته چې ګنې سهارنۍ "خطرناکه" ده.

نو حقیقت څه دی؟ ایا سهارنۍ د ورځې د پیل لپاره ضروري ده... او که د غلې د شرکتونو د بازارموندنې لپاره یوه حیله ده؟

قوي پرېکړه

خواړه

د عکس سرچینه، Getty Images

د سهارنۍ (او د سهارنۍ نه کولو) له ډېرو لټولو شویو اړخونو څخه یو یې هم له چاغښت سره تړاو دی. پوهان ددغو دواړو ترمنځ د تړاو لرلو په اړه بېلابېل نظرونه لري.

د امریکا په یوه څېړنه کې - چې په اوو کلونو کې یې د ۵۰٫۰۰۰ خلکو روغتیايي مالومات څېړلي - څېړونکو وموندله هغه کسان چې په ورځ کې یې سهارنۍ تر ټولو د لویو خوړو په توګه ټاکلې ده، د بدن لویې کتلې شاخص یې د هغو خلکو پرتله ټیټ و،‌ چې غرمنۍ یا ماښامانۍ یې د سهارنۍ پرتله اصلي خوراک و.

څېړونکو پر دې هم بحث کړی چې سهارنۍ د مړښت د احساس ډېرولو کې هم همکاري‌ کوي، ورځنۍ کالوري کموي او زموږ په غذايي رژیم کې ښه والی راولي- ځکه چې سهارنې کې غالباً فایبر او مغذي څیزونه موجود وي او د بل وخت په خوړو کې د انسولین حساسیت ته وده ورکوي چې دا د شکرې په ناروغۍ د اخته کېدو خطر رامنځ ته کولی شي.

خواړه

د عکس سرچینه، Getty Images

خو دغه ډول ته د هرې ورته څېړنې په څېر، ښکاره نه ده چې ایا همدا یې لامل دی - او که هغه کسان چې سهارنۍ نه خوري په ‌پیل کې احتمالاً د وزن له زیاتوالي سره مخامخېږي.

پر دې دې پوهېدو لپاره، څېړونکو یوه څېړنه چمتو کړه چې د وزن کمولو په یوه ۱۲ اونیز پروګرام کې ۵۲ چاغو ښځو ګډون وکړ.

ټولو د ورځې په اوږدو کې یوشان کالورۍ لرله، خو څه چې دوی وموندل دا وو یوازې سهارنۍ د ګډونوالو د وزن کمولو لامل نه و شوی: بلکې د دوی ورځني عادي حالت بدلول یې سبب شوی و.

هغو ښځو چې له څېړنې مخکې یې ویلي وو معمولاً دوی سهارنۍ خوري، کله یې چې سهارنۍ خوړل بند کړل، ۸٫۹ کیلوګرامه وزن یې کم کړی و، خو هغو چې سهارنۍ یې لا خوړله، یوازې ۶٫۲ کیلوګرامه وزن یې بایللی و.

په ورته وخت کې،‌ معمولاً هغو ښځو چې بېرته یې سهارنۍ خوړل پیلول، ۷٫۷ کیلوګرامه وزن یې کم کړی و - او ۶ کیلو یې هغه وخت کم کړی و چې نه خوړلو ته یې دوام ورکړی و.

خواړه

د عکس سرچینه، Getty Images

که یوازې سهارنۍ د وزن کمولو ضمانت نه کوي، نو ولې د چاغښت او له سهارنۍ نه خوړل له یو بل سره تړاو لري؟‌

د ابرډین پوهنتون د اشتها برخې پروفیسره الکسندرا جانسټن وايي، ښايي په ساده ډول لامل یې د سهارنۍ نه خوړل وي ځکه هغه خلک چې سهارنۍ نه خوري د تغذیې او روغتیا په اړه لږ مالومات لري.

دا وايي: "د سهارنۍ خوړلو او د احتمالي سلامتیا د پایلو د تړاو په اړه ډېرې څېړنې شته، ښايي دا به له دې کبله وي هغه کسان چې سهارنۍ خوري د سګرېټو پرېښودو او په منظم ډول سپورت کولو عادت به یې غوره کړی وي."

د ۲۰۱۶ کال یوې څېړنې د سهارنۍ او د وزن مهارولو ترمنځ د تړاو په اړه پخپلو پایلو کې ویلي وو ځینې "محدود دلایل" شته چې دا فریضه تایید یا رد کړي چې سهارنۍ د خوړو پر وزن یا خوراک اغېز کوي، د چاغښت په مخنیوي کې د مرستې لپاره د سهارنۍ له سپارښتنو عملي کولو مخکې لا ډېرو ثبوتونو ته اړتیا ده.

سهارنۍ خوړل که روژه؟

خواړه

د عکس سرچینه، Getty Images

د هغو کسانو ترمنځ وقفه‌يي روژه نیول (چې شپه او د راتلونکې ورځې تر سهاره وي) په ډېرېدو دي چې د خپل یوه اندازه وزن کمولو یا وزن ساتلو یا خپلې روغتیا ته پام کوي.

د بېلګې په توګه،‌ د ۲۰۱۸ کال یوې ازمېښتي څېړنې ومونده چې وقفه‌يي روژه په وینه کې د خوږې کنټرول ښه کوي، د انسولین حساسیت ښه کوي او د وینې فشار کموي.

څېړونکو په شکر ناروغۍ د اخته اتو کسانو لپاره دوه بېلابېل غذايي رژیمونه غوره کړل: لومړی د ګهیځ له نهو بجو د ماسپښین تر دریو بجو د هر ډول کالورۍ خوړل وو، او دویم کې په ۱۲ ګړیو کې د همدې اندازې کالورۍ خوړل وو.

پایله دا شوه هغه ډله چې له نهو تر دوو بجو یې کالورۍ خوړلې، په برمنګهم کې د الاباما پوهنتون د تغذیې مرستیالې استادې او د څېړنې لیکوالې کورټني پیټرسن په وینا، دغه کسان له هغو کسانو سره نژدېوالی لري چې د وینې د فشار ټیټولو درمل خوري.

دا یوه کوچنۍ څېړنه وه، په دې مانا چې په اوږدمهال کې د سهارنۍ خوړلو پر احتمالي ګټو د پوهېدو لپاره لا ډېرو څېړنو ته اړتیا ده.

تېر کال پر دوو ډلو یوه ازمېښتي څېړنه ترسره شوه، په لومړۍ ډله کې په شکر ناروغۍ ۱۸ کسانو ګډون وکړ او په بله کې ۱۸ نورو هغو چې شکر ناروغي یې نه لرله، پایله دا شوه چې د سهارنۍ پرېښودو له کبله د دواړو ډلو ازمویل شویو کسانو د بدن په بیولوژيکي ګړۍ کې ګډوډي رامنځ ته شوه، همداراز له خوراک وروسته د دوی د وینې ګلوکوز کچه لوړه شوه.

څېړونکو ومونده چې په منظم ډول د بدن د بیولوژیکي ګړۍ د فعالیت د ساتلو لپاره سهارنۍ خوړل ډېره مهمه ده.

خواړه

د عکس سرچینه، Getty Images

پیټرسن دا هم وايي، هغه کسان چې سهارنۍ یې نصیب کې نه وي، پر دوو برخو وېشل کېدای شي: لومړۍ ډله پر هغو کسانو پورې ځانګړې ده چې سهارنۍ پرېږدي او په طبیعي وخت کې ماښامانۍ خوري - دا کسان د وقفه‌يي روژې له مفکورې ګټه اخلي او دویمه ډله هغو ته ځانګړې ده چې سهارنۍ پرېږدي او ماښامانۍ ناوخته خوري.

پیټرسن زیاتوي: "په هغو کسانو کې د چاغښت، شکر، زړه او د زړه د شریانونو د ناروغیو خطر په ډېرېدو دی چې سهارنۍ ناوخته خوري. خو ښکاري چې سهارنۍ د ورځې په ډېرو مهمو خوړو کې راځي، چې ښايي په حقیقت کې ماښامنۍ مهم خواړه وي".

دا وړاندې وايي: "د ورځې چې څومره وختي وي په وینه کې د شکر د کچې کنټرول په غوره حالت کې وي،‌ او کله چې ماښامانۍ ناوخته خورو، دا ښايي د کمزورۍ له کبله وي؛ ځکه چې په وینه کې د خوږو کچه په ډېر بد حالت کې وي. لا ډېرو نورو څېړنو ته اړتیا شته، خو باوري یم چې د سهارنۍ پرېښودو هېڅ اړتیا نه شته او ماښامنۍ باید ناوخته ونه خوړل شي".

خواړه

د عکس سرچینه، Getty Images

دا وايي، موږ باید د خپل بدن بیولوژیکي ګړۍ ته د ارکسټر په سترګه وګورو.

"زموږ د بدن بیولوژیکي ګړۍ دوې برخې لري. په ماغزو کې اصلي ګړۍ ده، چې موږ یې د ارکسټر د ترسره کوونکي په توګه پېژنو، او دویمه یې په هر غړي کې شته، چې یوه جلا ګړۍ لري".

دوه بهرني عناصر دغه 'ارکسټر' ترسره کوي: روښانه رڼا ته ښکاره کېدل او زموږ د خوړو مهالوېش.

"که روښانه رڼا ته د ښکاره کېدو پرمهال تاسو خوراک کوئ، هغه ګړۍ چې میتابولیزم کنټرولوي، د بېلابېلو ځایونو پر وخت برابرې شوې دي، او په دې اړه متضاد سګنالونه ورکوي چې ایا چټکي غواړي او که ټیټوالی".

پیټرسن وايي داسې مثال لري لکه د ارکسټر چې دوه برخې وي او بېلابېلې سندرې غږوي، نو ناوخته خواړه خوړل په وینه کې د شکر کچه ټیټوي او د وینې فشار راټیټوي.

صحي خواړه

خواړه

د عکس سرچینه، Getty Images

سهارنۍ تر وزن هاخوا هم اغېزناکه ګڼل شوې. د سهارنۍ نه خوړل د زړه د ناروغیو له ۲۷ سلنه خطر سره غوټه شوې، همداراز نه خوړل یې په سړو کې په سلو کې د ۲۱ سلنه او په ښځو کې د ۲۰ سلنه د دویم ډول شکر خطر رامنځ ته کېدو لامل ګڼل شوی.‌

ښايي د سهارنۍ خوړلو د ارزښت یو لامل غذايي ارزښت وي - داسې چې دانې په ویټامینونو بډایه شوې دي.

په یوه څېړنه کې چې بریتانیا کې د ۱۶۰۰ ځوانانو او پېغلو د سهارنۍ د عادت په اړه ترسره شوې ده، په ډاګه شوې چې فایبر او مغذ لرونکې میده شوې دانې - چې فولیک، ویټامین سي، اوسپنه او کلسیم پکې شامل دي - په هغو کسانو کې په غوره حالت کې وې چې په منظم ډول سهارنۍ خوري. او په استرالیا، برازیل، کاناډا او امریکا کې هم ورته پایلې ترلاسه شوې دي.

همداراز، سهارنۍ د دماغ د دندې - چې تمرکز او ژبنیزه پیاوړتیا پکې شامله ده - ښه کولو سره هم تړاو لري.‌ د ۵۴ څېړنو یوه ارزونه ښيي چې سهارنۍ خوړل حافظه ښه کولی شي.

ځینې‌ څېړنې وايي چې سهارنۍ د تمرکز او حافظې په ښه والي کې مرسته کوي.

څېړونکي د ۵۴ مخکنیو څېړنو په مټ دې پایلې ته رسېدلي چې د روغتیا لپاره د لا ډېرو ګټورو خوړو په اړه د پوهانو اجماع نه شته، د ارزونې پایله دا وه چې د سهارنۍ ډول هغو کسانو ته مهم نه دی چې سهارنۍ په منظم ډول خوري.

لنډیز

.

دا چې وروستي ثبوتونه نه شته چې څه او کله سهارنۍ وخورو،‌ خو ټول په یوه خوله دي چې د خپل بدن غږ ته باید غوږ شو، او چې کله وږي شو خوراک ته مخه کړو.‌

جانسټن وايي: "سهارنۍ هغو خلکو ته ډېره مهمه ده چې له خوبه تر پاڅېدا وروسته د لوږې احساس کوي".

یوه څېړنه ښيي هغه کسان چې شکر لري پرې د اخته کېدو شېبې شماري، د ټیټې کچې کاربوهایډرټ (لکه جوش شوې دانې چې ورو - ورو ماتېږي او د وینې د خوږو په کچه کې په تدریجي ډول ډېرېږي) لرونکې سهارنۍ خوړلو پرمهال دوی غوره ذهني تمرکز لري.

هر بدن خپله ورځ په بېله طریقه پیلوي، دا فردي توپیرونه، په تېره په وینه کې د ګلوکوز د دندې اړوند، له نژدې نه لا ډېرو څېړنو ته اړتیا لري.

په پای کې اصلي سپارښتنه دا ده چې په ورځ‌ کې یوازې پر یوځل سهارنۍ باید تمرکز ونه شي، بلکې د ورځې په اوږدو کې د خوړو څرګنوالي ته هم پام وشي.

لکه سارا الډر چې وايي: "متوازنه سهارنۍ ډېره ګټوره ده، خو د ورځې په اوږدو کې منظم خواړه خوړل د ورځې په جریان کې په وینه کې د شکر د کچې د ټیکاو لپاره لا ډېر اهمیت لري، چې دا د وزن او لوږې د کچې په کنټرولولو کې مرسته کوي".

دا زیاتوي: "سهارنۍ هغه یوازیني خواړه نه دي چې باید ډېر پام ورته وشي."

اصل موضوع پر BBC Futureوېبپاڼه لوستلی شئ