د ډېرو اوبو ګټې او زیانونه؛ د صحي څښاک اندازه څومره ده؟

د عکس سرچینه، Getty Images
که بې دمې یاست یا مو پوستکی وچت وي، ښايي دا سپارښتنه درته وشي چې درملنې لپاره مو ډېرې اوبه وڅښئ. خو دا مشوره کوم علمي بنسټ نه لري، بلکې له لسیزو پخوانیو لارښونو راخیستل شوې ده.
دا چې ګڼ هېوادونه اوس د کورونا وېروس وبا له کبله له خپلو اتباعو غواړي چې کورونو کې پاتې شي، نو د خلکو هم دې ته اندېښنه وي چې د روغ رمټ پاتې کېدو لپاره څومره او څنګه خواړه وخوري.
د دې لپاره چې واقعيت او خیالي کیسې مو جلا کړې وي، بي بي سي فیوچر زموږ له ارشیفه د تغذیې ځینې مشهورې کیسې تازه کوي.
بي بي سي ګوډ فوډ (بي بي سي - ښه خواړه) کې زموږ همکاران د خوراکي اجزاو د بدلون لپاره په مشخصو حللارو، ګټورو مینوګانو او د ګرځبندیز پر مهال د اخلي پخلي او خوراک په ټولو اړخونو تمرکز کوي.
د ۱۹مې پېړۍ لومړیو کې خلکو په سخته د ډېرو اوبو څښلو ته زړه ښه کاوه.
د هایدروپتي یا "د اوبو په وسیله درملنې" بنسټګر وینسېت پریسنیتز په وینا خلکو په سخته خپله تنده په اوبو ماتوله.
نوموړی زیاتوي چې ډېرو خلکو هېڅکله په یوه ځل تر نیمې پیمانې ډېرې ساده اوبه نه څښلې.
خو هغه وخت اوس بدل شوی.

د عکس سرچینه، Science Photo Library
بریتانیا کې دمګړۍ غټان د تېرو څو کلونو پرتله ډېرې اوبه څښي. امریکا کې بیا په دې وروستیو کې د بوتلي اوبو د پلور کچه د سوډا یا ګازي څښاکونو پرتله لوړه شوې ده.
هره ورځ دا راته ویل کېږي چې د ورځې د څو لیټره اوبو څښلو کې د روغ ژوند، ډېرې انرژۍ او ښکلي پوستکي راز نغښتی او همدا راز د وزن کمولو او سرطان مخنیوي کې ډېره مرسته کوي.
د لندن د مېتروګانو مساپر هڅول کېږي چې ځان سره اوبه واخلي، د ښوونځیو زدکوونکي ته ویل شوي ځان سره ټولګیو ته اوبه یوسي او داسې کمې دفتري ناستې ترسره کېږي، چې د مېز پر سر ورته له اوبو ډک جک نه وي ایښی.
یوه غیر رسمي سپارښتنه دا ده چې موږ باید د ورځې د نورو مایعاتو ترڅنګ اته "۲۴۰ ملي لیتره" ګیلاسه اوبه هم وڅښو.
خو علمي موندنې د دغو اصولو ملاتړ نه کوي. همداراز د بریتانیا او اروپايي ټولنې په رسمي لارښونو کې هم دا نه دي راغلي چې موږ باید خامخا همدومره اوبه وڅښو.
د اوسنۍ وبا پر مهال خلکو ته دې سپارښتنې چې له کورونا وېروسه د ځان ساتلو لپاره دې هرو ۱۵ دقیقو کې یو څه تودې اوبه وڅښي، پیچلتیا نوره هم پسې ورزیاته کړه.
دا مشوره پر واقعیت نه ده ولاړه.
ولې په دې اړه روښانه مالومات نشته چې څومره اوبه باید وڅښل شي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
غالبآ داسې ښکاري چې دا دې له دوو جلا لارښونو چې دواړه لسیزې وړاندې ورکړ شوي، په غلط تعبیر راخیستل شوې وي.
په ۱۹۴۵ کال امریکا کې د څېړنو ملي شورا د خوراکتوکو او تغذیې بورډ لویانو ته مشوره ورکړه چې د خوړو د هرې کالورۍ مقابل کې یو میلي لیټر اوبه وڅښي. یعنې هغه مېرمنې چې د ورځې ۲۰۰۰ کالوري اخلي باید دوه لیټره او نارینه چې ۲۵۰۰ کالوري خوري دوه نیم لیټره اوبه مصرف کړي.
یوازې اوبه نه، بلکې په دې کې مېوې او سابه چې تر ۹۸ سلنه اوبه لري او نور څښاکتوکي هم شامل دي.
همدا راز په ۱۹۷۴ کال د مارګرېټ مک وېلیمز او فرېدریک سټار لخوا په ګډه لیکل شوي کتاب "د ښې روغتیا لپاره تغذیه" کې سپارښتنه شوې چې هر بالغ انسان باید د ورځې له شپږو تر اتو ګیلاسو اوبه وڅښي.
خو دوی لیکلي چې په دې اندازه کې مېوې، سابه، چای، نور څښاک او آن بیر هم شامل دي.
په تنده باور

د عکس سرچینه، PEARVIDEO.COM
اوبه له شک پرته مهمې دي او زموږ د وجود د وزن دوه پر دریمه برخه تشکیلوي.
اوبه د انسان د وجود تودوخه منظمه ساتي، له وجوده اضافي او غیر ضروري مواد دفع کوي، بندونو غوړ ساتي او د وجود دننه ډېرو کیمیاوي غبرګونونو کې نقش لري.
موږ په پرله پسې ډول د خولو، میتیازو او ساه اخیستلو په وسیله د وجود اوبه کموي.
غوره دا ده چې وجود مو کافي اندازه اوبه ولري او د کمېدو مخنیوی یې اړین دی.
که د وجود له ۱ تر ۲ سلنه اوبه مو کمې شي، نو د کمېدو نښې یې رابرسېره کېږي دا نښې تر هغو لا پسې زیاتېږي، چې اندازه مو یې بېرته نه وي پوره کړې.
په ځینو کمسارو پېښو کې د وجود د اوبو دا ډول کېدل مرګونې هم ثابتېدای شي.
د ۸ پر ۸ اصولو (د ورځې اته ګیلاسه اوبو څښلو) موږ پر دې باورمن کړي وو چې تنده مو د وجود اوبو د کمښت په تړاو د خطر زنګ معنا لري.

د عکس سرچینه، Getty Images
خو متخصصان اوس پر دې سره یوه خوله دي چې زموږ وجود تر هغو ډېرو اوبو ته اړتیا نه لري، چې سیګنال یې ورکوي.
د یوه سالم انسان مغز دا تشخیصوي چې وجود کې اوبه کمې شوي، نو د تندې حس او اوبو څښلو ته لیوالتیا راپورته کوي.
مغز داسې هرمونونه هم ترشیح کوي چې بډوډ یا ګردو ته پر میتیازو د تمرکز او د اوبو زخیره کولو اشاره رسوي.
کورتني کيپس چې د سپورت او فیزیکي فعالیت مشاور دی وايي: "که وجود ته مو غوږ کېږدئ، نو چې کله تږی وي، پخپله به یې درته ووايي. "
د چای او کافي په ګډون نور څښاکتوکي هم د انسان د وجود اوبه برابروي، خو صحي غوراوی پکې بیا هم ځکه اوبه دي چې هېڅ کالوري نه لري.
کافیئن که څه هم کم ادراره اوره اغېز لري، خو څېړني ښيي چې چای او کافي او همدا راز ځینې الکلولي څښاکتوکي بیا هم د وجود د اوبو پوره کېدو سره مرسته کوي.
صحي څښاک

د عکس سرچینه، Getty Images
په دې تړاو کم شواهد شته چې تر هغو د ډېرو اوبو څښاک دې چې زموږ وجود یې د اړتیا سینګال رسوي، د وجود اوبو د کمېدو مخنیوي سره مرسته وکړي.
خو له دې سره سره موندنې ښيي د دې ګټه ډېره ده چې د وجود اوبو د عادي کمېدو مخه څومره ژر ممکنه وي، و دې نیول شي.
د ساري په ډول ځینو مطالعاتو موندلې چې د وجود اوبو د عادي کمښت مخنیوي لپاره د کافي اوبو څښاک مغز سره فعالیت کې مرسته کوي او دا وړتیا رابښي چې عادي چارې ښې ترسره کړو.
ځینې مطالعات دا هم ښيي چې د مایعاتو څښل د وزن مدیریت کې هم مرسته کوي.
د ویرجینینا پولیتخنیک انسټیټیو او ایالتي پوهنتون کې د انساني تغذیې، خوړو او تمرین استاده برېنډا ډاوي د وجود د وزن او د اوبو د مصرف په اړه ځینې تجربې کړي.
په یوه څېړنه کې هغې دوه ډلې کسان وګومارل چې د درېو میاشتو لپاره ورته د صحي خوړو سپارښتنه وشوه.
خو له دوی یوې ډلې ته ویل شوي وو چې تر هر ځل خوړو نیم ساعت وړاندې یو ګیلاس ۵۰۰ میلي لیټره اوبه وڅښي.

د عکس سرچینه، Getty Images
دې ډلې چې اوبه یې څښلې د هغې بلې پرتله ډېر وزن کم کړی و.
دواړو ډلو ته ویل شوي وو چې د ورځې لس زره قدمه وګرځي او په دې کار کې هم هغه ډله برلاسې وه چې دا اوبه یې څښلې.
هغه وايي د وجود اوبو له ۱ تر ۲ سلنې کمېدل عادي دي او ډېر خلک یې ښايي حس نه کړي، په داسې حال کې چې کولی شي ستاسې پر طبیعت او د انرژۍ په کچه تاثیر ولري.
د لندن کالج پوهنتون کې جدي مراقبت درملو استاده باربرا رولز وايي د اوبو څښلو سره د وزن کمښت د هغو څښاکتوکو پرتله ډېر مل وي چې بوره پکې کارول شوې وي.
د ډېرو اوبو له څښاک سره یوه بله تړلې ادعا دا ده چې ګوندې د پوستکي د غونځو مخنیوي او شفافیت کې مرسته کوي.
خو په دې تړاو هم باورمن شواهد او له عملي لارو ترلاسه شوي مطالعات نشته.
که ښه کار ډېر شي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
له موږ چې څوک د ورځې ۸ ګیلاسه اوبه څښي، ځان ته زیان نه رسوي. خو پر دې باید پوه واوسو چې کله ناکله ښايي تر هغو د ډېرو اوبو څښاک چې وجود مو یې غواړي، خطرناک ثابتېدای شي.
د ډېرو مایعاتو څښل هغه مهال ستونزه جوړولی شي چې وینه کې مو سودیم نري کړي.
دا چې مایع وینه کې د سودیم د کچې پوره کېدو لپاره ځای پر ځای کېږي، نو دا مغز او سږو کې د پړسوب لامل ګرځي.
د کیپس مالومات ښيي چې تېره شاوخوا یوه لسیزه کې لږترلږه ۱۵ مواردو کې لوبغاړي له دې مړه شوي چې د سپورت او سیالیو پر مهال یې تر حد ډېرې اوبه څښلې دي.
هغه انګېري چې د دې یو لامل ښايي دا هم وي چې موږ د خپلې تندې پر میکانیزم بې باوره یو او داسې فکر کوو چې د وجود اوبو د کمېدو مخنیوي لپاره باید تر هغو ډېرې اوبه وڅښو چې وجود مو یې غواړي.
جاهانا پاکېنهم په ۲۰۱۸ کال د لندن د ځغاستې سیالیو کې چې د ریکارډ کچې تودې هوا کې وشوې، برخه اخیستې وه.
خو د دې سیالۍ ډېره برخه یې اوس یاد کې نه ده پاتې، ځکه دومره اوبه یې مصرف کړې وې چې د هیپوناترېما په نوم پېژندل کېدونکې د وجود اوبو د ډېرېدو نښې پکې رابرسېره شوې. نوموړې په هغه ورځ په بېړه روغتون ته ورسول شوه.
نوموړې وايي "مل او ملګري مې فکر کاوه چې د وجود اوبه مې کمې دي، نو غټ ګیلاس اوبه یې راکړې." هغه وايي زړه یې ودرېد او چورلکه کې روغتون ته ولېږدول شوه.
جاهانه وايي "غواړم خلک وپوهېږي چې یو ساده کار ډېر مرګونی ختلی شي."
څومره اوبه؟

د عکس سرچینه، Science Photo Library
دا نظریه چې باید په پرله پسې ډول د وجود اوبه پوره وساتل شي په دې معنا ده چې خلک تل هر ځای ځان سره اوبه وګرځوي.
لندن کې د سپورت، تمرین او روغتیا انسټیټیوټ کې د څېړنې مدیر هف مونتګومېري وايي "یو کس ښايي تر ټولو ډېرې ممکنې ګرمۍ کې په یوه بیدیا کې یوه ساعت کې تر دوه لیټره خوله وکړي، چې دا ډېره سخته ده."
بریتانیا کې هغو خلکو ته چې له خپلې تندې ډېر پر لارښوونو باور کوي، د روغتیايي خدماتو ملي ادارې مشوره دا ده چې د ورځې د شپږو او اتو ګیلاسو ترمنځ مایعات وڅښي.
په دې کې د کمو غوړو شېدې، بې بورې څښاک، چای او کافي هم شاملېږي.
مهمه ده چې دې مو هم پام وي چې تر ۶۰ کلنۍ پورته مو د تندې میکانیزمونه حساسیت هم له لاسه ورکوي.
ډاوي وايي "چې زړېږو، زموږ د تندې د طبیعي میکانیزم حساسیت کمېږي او موږ د ځوانانو پرتله د وجود د اوبو کمېدو له ډېر خطر سره مخ کېږو. چې څومره او عمر ډېرېږي، هغومره باید د خپلو مایعاتو د مصرف عادت ته ډېر متوجه اوسو چې د وجود اوبه مو پوره وي."
ډېر متخصصان پر دې متفق دي چې مایعاتو ته د وجود اړتیا د یوه کس د عمر، اندازې، وزن، جنسیت، چاپېریال او فیزیکي فعالیت اندازې پورې تړلې ده.
د وجود اوبو د کمښت نښې کومې دي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د وجود اوبو کمښت په دې معنا دی چې تاسې تر اخیستلو ډېرې اوبه مصرفوئ.
د بریتانیا د روغتیايي خدماتو ملي ادارې پر بنسټ د میتیازو تک زېړ رنګ، د ستړیا حس، ګنګسیت، د خولې، شونډو او سترګو وچوالی او ورځ کې تر څلور ځلو کم میتیازې د وجود اوبو د کمښت نښې او علایم دي.
خو تر ټولو ستره نښه یې څه ده؟ ساده د تندې حس.








