مایع خواړه څومره ګټور او خوندي دي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د وزن کمولو په موخه مايع رژیمونه څومره خطر لري او پر وجود یې اغېز څه دی؟
د مایع رژیم بېلابېل ډولونه شته خو د ټولو موخه یوه ده ـ په چټک ډول د وزن کمول او کمه اندازه کالورۍ مصرفول.
د خوړو په مایع رژیم کې د تازه میوو او سبزۍ له اوبو نیولې تر سوپ او کمې کالورۍ درلودونکي خواړه په کې شامل دي.
خو پوهان خبرداری ورکوي چې د خوړو دا ډول افراطي رژیمونه روغتیا ته خطر پېښوي او ډېرو کسانو ته مناسب نه دي.
د روغتیا ملي خدماتو په ورځ کې د ۸۰۰ کالوریو د سوځولو سپارښتنه یوازې ځانګړې ډله کسانو ته کوي، هغه کسان چې له اندازې زیات چاغ وي او د شکرې ناروغۍ دویمه بڼه لري.
د بریتانیا د خوړو رژیم له ټونلې څخه آیسلینګ پیګوټ ویلي"د میوې د اوبو رژیم خلکو ته ساده ښکاري ځکه دوی غواړي له ساده حل لارې کار واخلي، خو رژیم واقعا سخت کار دی"
"د رژیم لپاره ځینې اصول شته خو ټول په یوه بڼه نه دي"
د میوې اوبه زیاته اندازه مدني توکي او ویټامینونه لري خو پروټين او غوړ یې ډېر کم دي.
په ټوله میوه کې د پوستکې، دانو او مغز په ګډون فایبر اندازه هم کمه ده.
پلیموټ پوهنتون کې د انساني تغذیې استاد ډاکټر ګیل ریس وايي" له یوې اوونۍ وروسته به د ډېرې ستړیا او ستومانۍ احساس وکړئ، د خوړو رژیم چې د تغذیې له اړخه پکې انډول په پام کې نه وي نیول شوی د بدن اړتیاوې نه پوره کوي او په اوږدمهال کې کولی شي ډېر خطرناک تمام شي"

د عکس سرچینه، Getty Images
د اوسپنې زېرمې سوځي او په ښځو کې د وینې د کمښت لامل کېږي، عضلات له منځه ځي. کولمې، سږي او ځیګر باید د بدن نورمال ساتلو لپاره سخت کار وکړي.
نور جانبې عوارض هم لري چې سرخوږي، ډېره ستړیا، اسهال یا قبضیت په کې شامل دي.
د میوې اوبه چې زیاته اندازه طبیعي اسیدونه لري کولی شي د غاښونو مینا له منځه ویسي او د کالورۍ کمښت ښايي د خولې بوی بدل کړي.
په مایع رژیم کې د چټک وزن کمېدل ممکن دي خو د آغلي پیګوټ په وینا دا یوه لویه ننګونه ده او که د خوړو خوراک بېرته خپل نورمال حالت ته راوګرځي د وزن د بیا زیاتېدو خطر شته.
هغه همدار راز ویلي، د خوړو عصري رژیمونه چې د زهري رژیمونو یوه برخه ګرځېدلې د خوړو په تړاو د خلکو منفي نظرونه راپاروي چې ډېر کله د وزن کمولو پر ځای د وزن زیاتولو لامل کېږي.
د هغې سپارښتنه دا ده چې خپل بدن ته وګورئ، لومړنیو اصولو ته پام وکړئ او هغه موخې وټاکئ چې اوږدمهالې وي نه د یوې اوونۍ يا لنډ وخت لپاره.








