له بریتانیا تر روسیې الوتی اسمان څکالی پیشو وواژه

دا په اروپا کې له بریتانیا د اسمان څکالي تر ټولو اوږد مزل ثبت شوی دی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دا په اروپا کې له بریتانیا د اسمان څکالي تر ټولو اوږد مزل ثبت شوی دی

یو اسمان څکالی "ښاپېرک" چې له لندنه تر روسیې یې د ۲ زره ۱۸ کیلومتره واټن الوت ریکارډ جوړ کړی و، روسیې پڅکوف کې د پیشو لخوا تر ټپي کېدو وروسته مړ شوی دی.

دا ښځینه ښاپېرک ډېر کوچنۍ او د انسان د لاس د سترې ګوتې په اندازه و. دغه پېپیسټرېلې ښاپیرک ټولټال ۸ ګرامه وزن درلود. د هغه پر وزر د "لندن د ژوبڼ" نښه لګول شوې وه.

که څه هم پڅکوف کې د اسمان څکالو یوې رغندویه ډلې دا ښاپېرک ژغورلی و، خو وروسته مړ شو. دغه اسمان څکالي بریتانیا لپاره د اوږد واټن وهلو ریکارډ جوړ او د اروپا له لویې وچې تر تېرېدو وروسته یې ځان روسیې ته رسولی و.

هغه پڅکوف کې د مولګینو کوچني ښار د یوې اوسېدونکې سویتلانا لاپینا لخوا موندل شوی او بریتانیا کې یې د اسمان څکالو د خوندیتابه ادارې ته د موندل کېدو خبر ورکړ شوی و.

بریتانیا کې د اسمان څکالو د خوندیتابه ادارې د حفاظتي خدماتو مشره لیزا اورلیج وايي: "دا د پام وړ او له بریتانیا تر اروپا ورهاخوا د یوه اسمان څکالي تر ټولو اوږد ثبت شوی سفر دی."

د ویډیو تشریح، د اسمان څکالو ازموینه کېږي

هغه زیاتوي چې د دغه ښاپېرک الوت په زړه پورې علمي موندنه او د اسمان څکالو د کډوالۍ د معما برخه ده. د نوموړې په وینا دا مالومه نه ده چې دغه ښاپیرک بریتانیا کې څومره ګرځېدلی او بیا یې څرنګه د اروپا له لویې وچې دومره واټن وهلی دی.

د هغې پر وزر د لندن د ژوبڼ نښه په ۲۰۱۶ کال د براین بریګز لخوا لګول شوې وه.

ښاغلی بریګز اوس وايي: "خورا په زړه پورې ده. دا ډېر ښه احساس دی چې د دغو فوق العاده ژویو د ساتنې او د هغوی پر جالب ژوند د پوهېدو لپاره د نړیوالو هڅو برخه واوسئ."

تر دې وړاندې اروپا کې یوازې د یوه بل ښاپیرک تر دې اوږد الوت ثبت شوی دی.

Nathusius' pipistrelle bat

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دا ښځینه ښاپېرک ډېر کوچنۍ او د انسان د لاس د سترې ګوتې په اندازه و.

هغه پېپیسټرېلې اسمان څکالي په ۲۰۱۹ کال له لیتویا تر اسپانیا ۲ زره ۲۲۴ کیلومتر سفر کړی و. د دوی دومره اوږد سفر ته د نړۍ د اقلیم له بدلون سره تړاو ورکول کېږي.

اټکل دا دی چې د اقلیم د بدلون دوام به دغه الوتونکي نور هم اغېزمن کړي. بریتانیا په ۲۰۱۴ کال د ناتوسیوس پېپیسټرېلې اسمان څکالو د ثبتولو ملي پروژه پیل کړه.

دا پروژه د دې لپاره پیل شوې چې د دغو الوتونکو د نسل، خپرېدو او د کډوالۍ د چلن په اړه مالومات راټول شي. په دې لړ کې په کېنټ، نورتمبېرلنډ، سورې او ګرېټر لندن کې د دوی د پېدایښت سیمې پېژندل شوې دي.

بریتانیا کې د اسمان څکالو د خوندیتابه ادارې د دې پروژې له پیل راهیسې ۲ زره ۶۰۰ پېپیسټرېلې اسمان څکالي ثبت کړي دي.