تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
له بریتانیا تر روسیې الوتی اسمان څکالی پیشو وواژه
یو اسمان څکالی "ښاپېرک" چې له لندنه تر روسیې یې د ۲ زره ۱۸ کیلومتره واټن الوت ریکارډ جوړ کړی و، روسیې پڅکوف کې د پیشو لخوا تر ټپي کېدو وروسته مړ شوی دی.
دا ښځینه ښاپېرک ډېر کوچنۍ او د انسان د لاس د سترې ګوتې په اندازه و. دغه پېپیسټرېلې ښاپیرک ټولټال ۸ ګرامه وزن درلود. د هغه پر وزر د "لندن د ژوبڼ" نښه لګول شوې وه.
که څه هم پڅکوف کې د اسمان څکالو یوې رغندویه ډلې دا ښاپېرک ژغورلی و، خو وروسته مړ شو. دغه اسمان څکالي بریتانیا لپاره د اوږد واټن وهلو ریکارډ جوړ او د اروپا له لویې وچې تر تېرېدو وروسته یې ځان روسیې ته رسولی و.
هغه پڅکوف کې د مولګینو کوچني ښار د یوې اوسېدونکې سویتلانا لاپینا لخوا موندل شوی او بریتانیا کې یې د اسمان څکالو د خوندیتابه ادارې ته د موندل کېدو خبر ورکړ شوی و.
بریتانیا کې د اسمان څکالو د خوندیتابه ادارې د حفاظتي خدماتو مشره لیزا اورلیج وايي: "دا د پام وړ او له بریتانیا تر اروپا ورهاخوا د یوه اسمان څکالي تر ټولو اوږد ثبت شوی سفر دی."
هغه زیاتوي چې د دغه ښاپېرک الوت په زړه پورې علمي موندنه او د اسمان څکالو د کډوالۍ د معما برخه ده. د نوموړې په وینا دا مالومه نه ده چې دغه ښاپیرک بریتانیا کې څومره ګرځېدلی او بیا یې څرنګه د اروپا له لویې وچې دومره واټن وهلی دی.
د هغې پر وزر د لندن د ژوبڼ نښه په ۲۰۱۶ کال د براین بریګز لخوا لګول شوې وه.
ښاغلی بریګز اوس وايي: "خورا په زړه پورې ده. دا ډېر ښه احساس دی چې د دغو فوق العاده ژویو د ساتنې او د هغوی پر جالب ژوند د پوهېدو لپاره د نړیوالو هڅو برخه واوسئ."
تر دې وړاندې اروپا کې یوازې د یوه بل ښاپیرک تر دې اوږد الوت ثبت شوی دی.
هغه پېپیسټرېلې اسمان څکالي په ۲۰۱۹ کال له لیتویا تر اسپانیا ۲ زره ۲۲۴ کیلومتر سفر کړی و. د دوی دومره اوږد سفر ته د نړۍ د اقلیم له بدلون سره تړاو ورکول کېږي.
اټکل دا دی چې د اقلیم د بدلون دوام به دغه الوتونکي نور هم اغېزمن کړي. بریتانیا په ۲۰۱۴ کال د ناتوسیوس پېپیسټرېلې اسمان څکالو د ثبتولو ملي پروژه پیل کړه.
دا پروژه د دې لپاره پیل شوې چې د دغو الوتونکو د نسل، خپرېدو او د کډوالۍ د چلن په اړه مالومات راټول شي. په دې لړ کې په کېنټ، نورتمبېرلنډ، سورې او ګرېټر لندن کې د دوی د پېدایښت سیمې پېژندل شوې دي.
بریتانیا کې د اسمان څکالو د خوندیتابه ادارې د دې پروژې له پیل راهیسې ۲ زره ۶۰۰ پېپیسټرېلې اسمان څکالي ثبت کړي دي.