څارګرۍ کې حیوانات څرنګه کارول شوي؟
- Author, ډونكان ميدلټون
- دنده, نیوزبیټ ایډیټر
منځپانګه نه شته
په Facebook کې نور وګورئ بي بي سي. بي بي سي د نورو ویبپاڼو د محتوا مسوله نه ده.د پوسټ Facebook پای
"د څارګرۍ چارو کې لومړۍ قاعده - هېڅکله لکه جاسوس داسې نه ښکاري."
دا قاعده کټ مټ پر هغه سپین کب پلې کېږي چې نارویجي چارواکو سمندرغاړه کې وموند.
خو ښکاري چې کب ډېره ساده غلطي کړې ده، چې همدې تېروتنې یې ریښتینې څېره بربنډه کړه. نارویجي پوهان او کب نیوونکي اندېښمن شول چې پر کب پورې تړلی ترسېری او کامره او همدارنګه په روسیه کې د سان پیټرسبورک توري لیکل په څه مانا دي.
روسیه هر ډول سرغړونه ردوي.
دا لومړی ځل نه دی چې یو حیوان په جاسوسۍ کې کارول شوی دی.
ناکام ماموریت

د عکس سرچینه، SENSORSPOT
د پیشوګانو په اړه مشهوره ده: "هرڅه چې غواړي هوډ وکړي کوي یې".
دا هم ټولمنلې ده چې د پیشوګانو د کړنو په اړه وړاندوېینه نه شي کېدای، نو د امریکا د مرکزي استخباراتو اژانس پر دې اند دی چې له پیشو د څارګرۍ ډګر کې ښه ګټه اخیستل کېدای شي.
د تېرې پېړۍ ۶۰مه لسیزه کې دغه اژانس په خپلو څارګرو چارو کې له پیشوګانو ګټه واخیسته او ۱۴ میلیون ډالر یې پرې ولګول، د دوی په بدن کې یې یو ډول اله نصب کړه. اصلي موخه دا وه چې دا پیشوګانې وګرځي او د روسیې په اړه معلومات راغونډ کړي.
خو دا عملیه پر لومړۍ ورځ ناکامه شوه، هغه هم وروسته تر هغه چې په واشنګټن کې د پخواني شوروي اتحاد سفارت مخې ته موټر یوه څارګره پیشو ووهله.
"ډک شوي اسمان څکالي"

د عکس سرچینه، PETERS99
اسمان څکالي په توره تیاره کې په چوپتیا مشهور دي، تر ډېره په هغو سیمو کې اوسېږي چې لیدل یې ګران دي.
د دویمې نړیوالې جګړې پرمهال، د غاښونو یوه ډاکټر وړاندیز وکړ چې اسمان څکالو کې دې یو میلیون کوچنۍ اور اچوونکې الې ولګول شي.
دا مفکوره ددې لپاره وه چې د جاپان پر ښارونو دې دا اسمان څکالي ورخوشي کړل شي، چې ودانیو ته ننوځي او هلته وچوول شي.
ګڼې تجربې وشوې، خو یو اور اچوونکی اسمان څکالی په غلطۍ د الوتکو په یوه تمځي کې ولوېد، چې د څارګرۍ دا چل هم ورسره ناکام شو.
اورېدونکې حشرې

د عکس سرچینه، WINDY SOEMARA
په ۲۰۰۸ کال، "نیو ساینټېسټ" مجلې ومونده چې څرنګه د امریکا د دفاع وزارت اړوند د پرمختللو څېړنو د پروژو مسؤولې څانګې له حشرو نه په څارګرو او څېړنیزو معلوماتو راغونډولو کې د ګټې اخیستو هڅه وکړه.
موخه دا وه چې دا حشرې د دښمنانو خبرې ثبت کړي.
دې ته ورته نورې ازموینې هم وشوې، چې تر یوه حده یې کار ورکړ، لکه د قرش کبانو، موږکانو او کوترو کارول.
د ټیکنالوجۍ په پرمختګ سره، اوس هڅه دا ده چې د اورېدو کوچنۍ الې جوړې شي، داسې لکه ریښتینې حشرې غوندې مالومې شي.
تېروتی تورن

د عکس سرچینه، DGWILDLIFE
له ډېرو کلونو راهیسې له حیواناتو په جاسوسۍ کې ګټه اخیستل کېږي. په لومړۍ نړیواله جګړه کې له کوترې ګټه واخیستل شوه، د امریکا، روسیې او اسرائیلو له خوا تر اوبو لاندې څېړنو لپاره ډولفین وکارول شول.
خو د هغو صحرايي حیواناتو په اړه چې د دښمن په کرښو کې په تېروتنه نیول شوي څه لرو؟
په ۲۰۰۷ کال، ایراني پوځ ۱۴ داسې لویې مږې ونیولې چې د جاسوسۍ شک پرې کېده. دا مږې د ایران یوې اتومي اډې ته څېرمه ونیول شوې، خو ښکاره نه شوه چې هلته یې څه کول.

د عکس سرچینه، CLU
تر ډېره استخباراتي سازمانونه د ځینو مرغانو په اړه مشکوکېږي.
په ۲۰۱۳ کال، مصري چارواکو یو مرغه د جاسوسۍ په شک ونیو، خو ښکاره شوه چې هغه بې ګناه دی او فرانسوي پوهانو د مرغه په بڼکو کې د مرغانو د خوځېدو د څارلو لپاره یوه اله پکې لګولې وه.
هارټلبول بیزوګانې
پر بیزوګانو د جاسوسۍ شک نوې خبره نه ده. د یوې افسانې له مخې، د ناپلیوني جګړو پرمهال د انګلستان شمال ختیځه سمندرغاړه کې یوه فرانسوۍ بېړۍ له منځه تللې وه، هغه وخت د هارټلبول اوسېدونکو بیزوګانې نه پېژندې، نو پر هغوی او د هغوی په ژبه مشکوک شول او فرانسې ته یې د جاسوس شک پرې وکړ، همدا وو چې د مرګ حکم یې پرې وکړ او په سمندرغاړه کې یې اعدام کړل.

د عکس سرچینه، PA








