د اسمان څکالو ازموینه کېږي
ماښامک خو پېژنئ؟ ځینې ورته ماښام څكلكى یا څکالی هم وايي. په تايلنډ کې د ساينسپوهانو يوه ډله د دې ژویو له استوګنځایونو بېلګې ټولوي چې له کورونا وېروس سره په تړاو يې ازموينې وکړي او معاینه یې کړي. خبره داسې ده چې فکر کېږي کورونا وبا په چین کې له همدې ماښامکو پیدا شوې ده. بیا وېروس انسان ته انتقال شوی دی. خو تر اوسه د دې نظریې ثبوت نشته. د بي بي سي یوې ډلې له دې سایسنپوهانو سره پوره ورځ تېره کړه او دا یې لیدلي.