اوږدمهاله کورونا زموږ پر روغتیا څه اغېز پرېږدي؟

کرونا

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, مینا جوشقاني
    • دنده, بي بي سي پارسي

کورونا وبا له ډېرو اړخونو زموږ پر رواني روغتیا اغېز کړی او ډېری کسان یې یوازېتوب، ژور خپګان، وسواس او پرېشانۍ سره مخ کړي دي.

روغتیا نړیوال سازمان چې د ۲۰۲۰ کال د مارچ پر ۱۱ کورونا نړیواله وباله وبلله، تر هغه راهیسې ۱۷۳ میلیون کسان پرې اخته شوي دي.

خو له کووېډ-۱۹ ډېرو روغېدلو کسانو ته تر جسماني یا بدني عوارضو پر رواني عوارضو برلاسی په ځلونو سخت دی. دغه ځوروونکی روانی اغېز ممکن په میاشتو اوږد شي.

د بریتانیا سوت همپټن پوهنتون کې د عمومي روغتیا استاده او څېړونکې ډاکټر نسرین الوان اوږدمهالې کورونا داسې را پېژني: "د ناروغۍ د ټولو نښو پوره نه ښه کېدل او پر کورونا له اخته کېدو مخکې حالت په څېر ورځنی فعالیت او روغتیا نه لرل. "

د نوموړې په خبره، ډېر خلک چې د کورونا سختو نښو سره روغتون ته تللي او بستري شوي، اوږدمهالې کورونا لري، خو ځینې ناروغانو کې په کمزورې بڼه هم ده.

اوس د وخت تېرېدو او د هغو رغېدلو کسانو زیاتېدو سره چې د اوږدمهالې کورونا له عوارضو رنځېده د هغو متحصصانو شمېر ډېرېږي چې اوږدمهالې کورونا استثنايي ښکارنده یا پدیده نه بولي او وايي، دا اوږدمهالې کورونا هم باید د دې ناروغۍ یو سخت ډول وبولو.

د بریتانیا ملي روغتیا ادارې اړوند بنسټ څېړنه وايي، دې کې ځینې نښې هغو کسانو کې هم لیدل شوې چې سپکه یا لنډمهالې کورونا یې تېره کړې ده.

د اوږدمهالې کورونا عوارض

corona

د عکس سرچینه، Getty Images

د اوږدمهالې کورونا عوارض پر دوو برخو وېشلی شو، یو جسماني یا بدني او بل هم رواني.

جسماني عوارض یې دا دي.

  • د بوی او څکې حس له لاسه ور کول
  • سالنډي او د سینې درد
  • ډېره سخته ستړیا احساسول
  • د عضلو یا هډوکو درد
  • سردرد

رواني عوارض

  • افسردګي یا ژور خپګان
  • اضظراب یا تشویش
  • د سټرېس ګډوډي
  • پارېدل، غوسه کېدل
  • ذهني ګډوډي

څوک په اوږدمهالې کورونا اخته کېږي؟

corona

د عکس سرچینه، Getty Images

د کورونا وبا لومړنیو میاشتو کې ویل کېدل چې دا وېروس تر ډېره پر سږو او تنفسي سیستم اغېز کوي، خو د وخت تېرېدو سره دا هم وویل شول چې تر رغېدو وروسته هم عصبي او رواني ګډوډي پرېږدي.

د واکسین جوړېدو دا مرسته وکړه چې پر جسماني عوارضو سربېره پر عصبي او رواني روغتیا د کورونا احتمالي اغېز ته ډېر پام وشي.

د اکسفورډ پوهنتون د څېړنې له مخې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ د نښو تر ورکېدو وروسته هم د کورونا هرو دریو ناروغانو کې یو تر شپږو میاشتو له عصبي او رواني عوارضو رنځېږي.

دغه مطالعه کې څېړونکو د دوه لکه دېرش زره کسانو طبي دوسیې ارزولې او څوارلسو رواني او عصبي عوارضو کې یې یو پکې پېژندلی دی.

ډاکټر نسرین الوان وايي، لا هم مالومه نه ده چې څوک پر اوږدمهالې کورونا اخته کېږي: "ډېرې څېړنې ښيي چې تر سړو ښځې ډېرې پرې اخته کېږي، خو زما په اند د دوی دوو ترمنځ ډېر توپیر نشته. "

د ناروغ مرسته

د کورونا واکسین هم د اوږدمهالې کورونا د عوارضو کمولو کې مرسته کړې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د کورونا واکسین هم د اوږدمهالې کورونا د عوارضو کمولو کې مرسته کړې ده.

په وروسته پاتې هېوادونو کې چې د کورونا له امله د ټولنې د وګړو سم اقتصادي ملاتړ نه شي کولی، ښايي اوږدمهالې کورونا پر ناروغ ډېر بد اغېز ولري، ځکه ډاکټر عطاري وايي، د کورنۍ، خپلوانو او ملګرو ملاتړ د دې عوارضو په رغېدلو کې ډېر اغېز لري:

د هغه په خبره، که یو کس له ځای د پورته کېدو او کار یا ټولنیزو او کورنیو چارو ته د تلو وس نه لري، دا د هغه تنبلي نه ده، بلکې د اوږدمهالې کورونا د عوارضو له امله ده چې د بدن پر ټولو سیستمونو، برخو، فکر او روان یې پرېږدي.

د اوږدمهالې کورونا په هکله څېړنې لا هم روانې دي او تمه ده چې د لاملونو ډېر پېژندلو سره یې د درملنې لا اغېزناکه لار پیدا شي، خو څېړونکي وايي، واکسین هم د دې کورونا د عوارضو لرې کولو کې اغېزناک دی.

پوهان پر واکسین سربېره، غوره خواړه، له سیګرټ او شراب او کافین څښلو ډډه کول، ورزش او عاطفي ملاتړ د اوږدمهالې کورونا مخنیوي یا یې د عوارضو کمولو کې ګټور بولي.