د کورونا واکسین پر ضد خپرېدونکې اوازې څومره سمې دي؟

Motherboard with a syringe with needle filled with red liquid

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, فلورا کارمایکل او جک ګوډمن
    • دنده, بي بي سي، واقعیت پلټل

موږ د واکسین په اړه په پراخه کچه شریکو شویو ځینو ناسمو ادعاو ته کتنه کړې، د دې ادعا په ګډون مو څېړلي چې ګواکې مایکروچېپونه په انسان کې ځای پر ځای کوي یا دا ادعا چې ګواکې زموږ جېنېتیک کوډونه له سره تنظیم کوي.

د بدلې شوې ډي ان اې ''ادعا ''

دا ډار چې ګواکې واکسین په یو ډول زموږ ډي ان اې بدلوي په دوامداره شکل پر خواله رسنۍ وینو.

بي بي سي له دریو خپلواکو ساینسپوهانو په دې اړه پوښتنه کړې. هغوی ویلي چې د کورونا ویروس واکسین د انسان ډي ان اې نه بدلوي.

د فایزر بیونټیک له خوا جوړ شوی د کوروناویروس واکسین چې اوس په برتانیا کې تایید شوی، د ویروس د جېنېتکو موادو یوه ذره یا مسینجر آر ان اې په ځان کې لري.

د اکسفورډ پوهنتون پروفیسر جیفري الموند وايي، انسان ته د آر ان اې پیچکاري کول د انسان ډي ان اې ژونکو کې هېڅ بدلون نه راولي.

داسې کار کوي چې بدن ته لارښوونه کوي چې هغه پروتین تولید کړي چې د کوروناویروس پر سطحې پراته وي.

له دې سره د انسان یمیون یا د خوندیتابه سیستم دا زده کوي چې د یاد پروتین پر وړاندې څنګه انتي باډي یا دفاعي مواد تولید کړي.

دا ادعا ډېره عامه شوې وه چې ګواکې بل ګېتس پلان لري د انسان د ډي ان اې د بدلولو له پاره واکسین وکاروي.
د عکس تشریح، دا ادعا ډېره عامه شوې وه چې ګواکې بل ګېتس پلان لري د انسان د ډي ان اې د بدلولو له پاره واکسین وکاروي.

دا لومړی ځل نه دی چې داسې ادعاو ته کتنه کوو چې د کوروناویروس واکسین به ډي ان اې کې بدلون راولي. موږ هغه مشهورې ویډیوګانې وڅېړلې چې آن د مۍ په میاشت کې یې دا ډول تیورۍ خپرولې.

پوستونو کې داسې راغلي ول چې مسینجر آر ان اې (mRNA) واکسین ټکنالوژي تر دې وړاندې هېڅکله نه وه آزمویل شوې او تایید شوې نه وه.

دا واقعیت دی چې هېڅ اېم آر ان اې واکسین تر دې وړاندې نه و تایید شوی، خو په تېرو کلونو کې په انسانانو کې د اېم آر ان اې واکسینو په تړاو ګڼې څېړنې ترسره شوې دي. او له کله راهیسې چې اوسنۍ وبا پیل شوې، دا واکسین په ټوله نړۍ کې پر لسګونو زرو کسانو آزمویل شوی او د خوندیتابه په پام کې نیولو له ډېرو جدي بهیرونو تېر شوی دی.

لکه ټولو نویو واکسینونو، دا هم وړاندې تر دې چې د کارولو له پاره یې تجویز وشي د خوندیتابه له ډېرو جدي پراوونو او چک کولو تېرېږي.

په لومړي او دوهم پړاو کې له کلینیکي آزمایښتونو تېرېږي او واکسین د داوطلبانو پر کوچنيو او لویو ډلو ټسټ کېږي چې آیا خوندي دی که نه او څومره به یې کافي وي.

په درېم پړاو کې یې اغېزمنتوب پر زرګونو کسانو آزمویل کېږي. ترلاسه کوونکې ډلې په څېر څارل کېږي چې وکتل شي څنګه پرې اغېز کوي او آیا کوم خراب غبرګون خو به نه ښيي او یا دا چې جانبي عوارض خو به نه لري. پر خوندیتابه یې څار آن د واکسین تر تایید وروسته هم ادامه مومي.

د بل ګېتس د مایکروچپ په اړه ادعاوې

داسې ادعاوې شته چې کوروناویروس هسې یوه پلمه ده او پلان دا دی چې د مایکروسافت مشر بل ګېتس غواړي په انسانانو کې د څار وړ مایکروچپ ځای پر ځای کړي.

د واکسین هېڅ ډول مایکروچپ نشته او داسې هېڅ شواهد نشته چې د دې ادعا ملا وتړي چې بل ګېتس دې راتلونکې ته داسې څه پلان ولري.

د بل او مېلېندا ګېتس سازمان بي بي سي ته وویل چې دا ادعا ناسمه ده.

د ټک ټاک یوې کارنې یوه ویډیو جوړه کړې او وايي چې مایکروچپ په کې لګېدلی او واکسین یې د شیطان نښه بللې.
د عکس تشریح، د ټک ټاک یوې کارنې یوه ویډیو جوړه کړې او وايي چې مایکروچپ په کې لګېدلی او واکسین یې د شیطان نښه بللې.

د جنین ټوټو ادعا

موږ داسې ادعاوې لیدلي چې واکسینونه د ضایع کړای شوي جنین د سږو ټوټې لري. دا غلط دي.

د سوت امپتن پوهنتون ډاکتر مایکل هېډ وايي، د هېڅ یوه واکسین د تولید بهیر کې د جنین ژونکې نه دي کارېدلي.

Screenshot from a video titled 'CONFIRMED- aborted Male fetus in Covid 19 vaccine' showing a packet for the AstraZeneca vaccine candidate. We added a "false" label

یوه ویډیو چې د واکسین ضد پر یو له تر ټولو لویو فېسبوک پاڼو خپره شوې وه، ویندوی یې یوې څېړنې ته اشاره کوله چې ادعا یې کوله او د شواهدو په توګه یې په اکسفورډ پوهنتون کې د استرا زېنېکا له خوا په جوړ شوي واکسین کې شته مواد یادول.

خو د ویندوی تفسیر ناسم دی. په څېړنه کې دا ښودل کېږي چې کله واکسین په لابراتوار کې انسان ته ورکړل شي څه غبرګون ښيي.

ناسم پوهاوی له دې رامنځته شوی چې د یوه واکسین د جوړولو په بهیر کې، داسې یوه مرحله راځي چې په لابراتوار کې وده ورکړل شوي ژونکي چې د جنیني ژونکو له پاتې شونو څخه په کار اخیستو ترلاسه کېږي کارول کېږي، په داسې حال کې چې که دلته ونه کارول شي هسې هم له مینځه وړل کېږي.

دې تکنیک په ۱۹۶۰ مو کلونو کې وده کړې او د دې څېړنې له پاره هېڅ ډول جنین نه دی ضایع کړای شوی.

د بېرته رغېدو د شونتیا ادعا

موږ پر خواله رسنۍ د کوویډ ۱۹ واکسین پر ضد داسې ادعاوې لیدلي چې وايي که د کوروناویروس له امله د مړه کېدو شونتیا ډېره لږه وي نو ولې باید ځان واکسین کړو.

په ځینو خواله رسنیزو پوستونو کې ادعا شوې چې له کوروناویروسه د رغېدو او ژوندي پاتې کېدو چانس ۹۹٫۹۷ سلنه ده، نو تر واکسین کولو په کورونا اخته کېدل خوندي کار دی.

یوه مېم د رپ سندرو ویونکي ډرېک عکس په کارولو د واکسین پر ضد ناسمې ادعاوې خپرولې.
د عکس تشریح، یوې ویډیو کې د رپ سندرو ویونکي ډرېک د عکس په کارولو د واکسین پر ضد ناسمې ادعاوې خپرولې.

هغو شمېرو ته چې اشاره شوې چې ګواکې له کوروناویروسه د بېرته رغېدلو کسانو شمېر دی، ناسم دی.

د اکسفورد پوهنتون د شمېرو یو مشر جېسن اوک وايي، له هغو کسانو چې کوروناویروس یې نیسي نژدې ۹۹ سلنه ژوندي پاتې کېږي.

په ویډیو کې ویل کېږي چې له هرو ۱۰٫۰۰۰ کسانو ۱۰۰ یې مري، چې په ۱۰٫۰۰۰ کې د دریو مړینو پرتله ډېر لوړ شمېر دی.

خو ښاغلی اوک زیاتوي چې په ډېرو مواردو کې خطر تر ډېره په عمر پورې اړه لري، نه دا چې په اوږد او لنډ مهال کې له کوویډ ۱۹ څومره ګواښ پېښ وي.

دا یوازې د ژوندي پاتې کېدو مسله نه ده. د هر یوه کس پر سر چې مړ کېږی، نور شته چې ژوندي پاتې کېږي خو تر جدي درملنې لاندې وي او پرې اوږدمهالی بد روغتیايي اغېز کوي.