روسیه کې د کورونا وبا ضد واکسین پیل شو

د عکس سرچینه، EPA
نن په روسیه کې د کورونا وبا ضد واکسین خلکو ته ورکول کېږي. لومړني کسان چې دا واکسین کوي هغه دي چې د دې وېروس په ډېر خطر کې دي.
دا د روسیې خپل واکسین دی چې سپوټنیک یې بولي. جوړونکي یې وايي واکسین ۹۵ فیصده اغېزمن دی خو لا هم د خوندیتوب ازمویلو په دریم پړاو کې دی.
داسې پوښتنې کېږي چې د دې واکسین څومره اندازه روسیه تولیدولی شي خو پخپله روسیه کې د مسکو له دې خبر سره په خلکو کې خوشبیني او هیله پیدا شوې ده.
خلک دې ته سترګې په لار دي چې وګوري څومره به اغېزمن وي.

د عکس سرچینه، Reuters
د مسکو اوسېدونکې ویکا وايي: "زه نه پوهېږم چې واکسین به اغېز وکړي که نه خو په دې ډاډه یم چې څه زیان نه لري. زه د واکسین پر ضد نه یم خو اغېزمنتیا یې باید ثبوت شي ".

په زرګونو خلکو ورته نوم لیکنه کړې خو اوس مهال یوازې روغتیا پالان، ښوونکي، ټولنیز مرستندویان او هغه خلک چې په خپل ورځنيو دندو کې له ګڼ شمېر نورو خلکو سره په تماس کې وي کولی شي غوښتنه وکړي.
د روسیې د پانګونې صندوق مشر کیریل دیمیترییف وايي، اټکل یې دا دی چې دسمبر کې به شاوخوا دوه میلیونه ډوزه واکسین تولید شي.
دی زیاتوي: "سپوتنیک واکسین ښه خوندیتوب او اغېزمنتیا لري. دا د سانتي ګرېد په دوو او اتو درجو کې ساتل کېدای شي، او د یوه واکسین بیه یې له لسو ډالرو ټيټه ده نو دا بې له شکه د واکسینونو له ډلې یوه ښه حل لاره ده. خو دا به د نړۍ د واکسینونو ستونزو ته د حل لاره نه وي. "

ولسمشر پوتین اوس په روسیه کې د دې واکسین پراخې کچې ورکولو امر کړی. خو د واکسین د خوندیتابه دریم پړاو لا نه دی پای ته رسېدلی.
روسیې دا واکسین په اګست کې ثبت کړی. روسیه په نړۍ کې له کورونا ویروسه څلورم تر ټولو بد ځپل شوی هېواد دی او په دې وروستیو کې یې په ورځ کې ۵۸۹ مړي درلودل.

تر اوسه د سپوټنیک واکسین پایلې چا نه دي څېړلي او نه هم د درملو کومې نړیوالې ادارې منلی.
خو هند، جنوبي کوریا، چین، برازیل او هنګري وار له مخې د دې واکسین د پېرلو غوښتنه کړې.










