ډیلي کې د کورونا پېښې په کمېدو دي، خو د مړینې شمېر ډېر شوی
هند په نړۍ کې دویم هېواد دی چې د کورونا وبا مثبتې پېښې او مړینې پکې ډېرې دي. نومبر میاشت یې پلازمېنې ډیلي ته ډېره مرګونې وه. اوس په دغه ښار کې مثبتې پېښې په کمېدو دي، خو هره ورځ پکې خورا ډېر شمېر خلک مري. کله کله یې د ورځې د مړینې شمېر تر سلو ډېر وي. په ځینو روغتونونو کې د جدي پالنې او څار څانګه کې کټونه لا نشته.