د امریکا د ۳ پخوانیو ولسمشرانو د واکسینېدو صحنه پر تلویزیون ښودل کېږي

اوباما، کلنټن، بوش

د عکس سرچینه، Getty Images

د امریکا درې پخواني ولسمشران- باراک اوباما، جورج ډبلیو بوش او بیل کلینټن- په رضاکارانه توګه د ټلویزیوني کمرو په مخ کې کورونا ضد واکسین اخلي.

د دې ډلې دوه ډیموکراټ او یو جمهوریپال سیاستوال وايي، دوی به واکسین هغه مهال اخلي، چې د عامې روغتیا چارواکي یې تایید او وړاندیز وکړي.

دغه نوښت د دې لپاره کېږي، چې د کورونا ضد واکسین پر خوندیتوب او ګټورتیا د خلکو باور زیات شي.

نظر پوښتنې ښيي چې ډېر امریکایان د واکسین اخیستو تمایل نه لري.

په اکتوبر کې د فایزر او موډېرنا واکسینونو د تجربو د پایلو له خپرېدو مخکې یوه نظر پوښتنه کې معلومه شوه، چې له لسو امریکایانو په سختۍ ایله شپږ کسان واکسین اخیستو ته ذهناً چمتو دي. په سپتمبر کې بیا دا کچه ۵۰ سلنه ښودل شوې.

تر اوسه په امریکا کې هیڅ یو واکسین نه دی تایید شوی، خو راتلونکو اونیو کې حکومت فایزر او موډېرنا واکسین ارزوي.

شاغلي اوباما د چهارشنبې پر ورځ له سیریوس ایکس ایم راډیو سره خبرو کې وویل:

''ژمنه کوم چې کله د هغو خلکو لپاره چمتو شي، چې له ډېر خطر سره مخامخ نه دي، زه به دا اخلم. زه به د ټلویزیوني کمرو مخ ته دا اخلم یا به یې فلم ثبتوم چې خلکو ته معلومه شي، زه پر دې ساینس باور لرم او هغه څه چې زه پرې باوري نه یم، د کوویډ اخیستل دي. ''

د موډېرنا کمپنۍ تمه لري چې د تطبیق د اجازې تر لاسه کولو سره به ۲۰ ملیونه ډوزه امریکا کې د ویش لپاره چمتو وي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د موډېرنا کمپنۍ تمه لري چې د تطبیق د اجازې تر لاسه کولو سره به ۲۰ ملیونه ډوزه امریکا کې د ویش لپاره چمتو وي

د ښاغلي بوش او ښاغلي کلینټن استازو بیا سي این این ته ویلي، چې دغه پخواني ولسمشران په دې هکله یوه خوله دي او وايي، (څومره ژر چې واکسین ترلاسه شي) دوی به یې واخلي او له نورو امریکایانو یې هم غوښتي چې ورته چاره ترسره کړي.

د عامې روغتیا ماهران وايي، په پراخه کچه د واکسین کارول به د وېروس پر وړاندې مقاومت قوي کړي او په پراخه کچه به یې د خپرېدو مخنیوي لپاره لومړنی ګام ثابت شي.

د حکومت له لوري له تایید وروسته ښايي په امریکا کې دې لړ کې د عامه پوهاوی یو پراخ کمپاین هم پیل شي.

په برتانیا کې چې له مخکې د فایزر واکسین تایید شوی، د لومړي وزیر بوریس جانسن رسنیز سکرتر وايي، هغه هم ښايي د رسنیو په مخ واکسین واخلي چې نور هم ورته چارې ته وهڅوي.